د اروپا اتحادیې څخه دباندي هیوادو ته د جرمني صادرات ډیر سوي
۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبهاعلان
په خارج کي د قیمتونو ډیر لوړیدو ته په کتو سره د اروپايي اتحادیې څخه دباندي هیوادونو ته په تیر اګست میاشت کي د جرمني صادرات ډیر سوي دي. په ویسباډن کي د جرمني مرکزي ادارې خبر ورکړی دی چي تر دوبنۍ رخصتۍ وروسته په دغو هیوادونو کي د ۶۰،۳ ميلیارډه یورو په ارزښت سره مالونه خرڅ سوي دي. د تیر کال عین وخت په تناسب دا ۱۷،۶ فیصده لوړوالی ښيي. ترټولو دمخه بیا د امریکا متحده ایالاتو، چین او بریتانیا ته د جرمني صادرات ډېر سوي دي.