«د اروپا اکثریت مسلمانان تشدد په کلکه ردوي»
۱۳۹۹ آبان ۲, جمعهالمانۍ اوونیزي(دي څایټ) په خپله نوې ګڼه کي ددغي موضوع په طرحه کولو سره ټینګار کړی دی چي هر ډول انتقاد نه باید د اسلام سره د د ښمني په معنی تعبیر سي. په خبره یې د اروپا اساس د ادیانو او مختلفو کلتورونو د رنګارنګۍ په وحدت کي پروت دی او ددغه ديموکراتیک اصل څخه باید دفاع وسي.
مجلې همدارنګه لیکلي دي چي ترهګري دغه ارزښتونه له خطر سره مخامخ کوي. مجلې په خپله تبصره کي لیکلي چي تروریزم د بیري او دې کار سبب کیږي چي موږ هر څه نسبي کړو، په شي غرض و نه لرو، ورڅخه تیر سو او واقعیتونه غلط بیان کړو. په دې ډول سره نو ګام پر ګام زموږ د ازادي ټولني ديموکراتیک اساسات له منځه ځي. خو د هغه په مقابل کي موږ نه باید تسلیم سو.
د مجلې د لیکوونکو په نظر د اسلامي افراطیت خطر ګام پر ګام د جرمني ازاده ټولنه تضعیفوي، خصوصاً هغه وخت چي پراسلامي افراطیت او سیاسي اسلام باندي انتقاد ډیر ژر د اسلام سره د دښمنۍ په معنی باندي تعبیریږي او پر منقدینو باندي یې د اسلام سره ددښمنۍ تور لګول کیږي.
د اسلامي تندلارو ستراتیژي
دا په حقیقت کي د اسلامي افراطیانو ستراتیژي هم ده: هغوی منتقدین په هدفمند ډول سره تردې شک لاندي نیسي چي د اسلام څخه کرکه لري او دهغه دښمنان دي.
هغوی منتقدین د ښی اړخي افراطیانو سره په یوه قطار کي راولي او په دې ډول سره کوښښ کوي چي د سیاسي اسلام پر خطرونو باندي د ازادو بحثونو مخنیوی وکړي. خو که دیموکراسي غواړي ژوندی پاته سي، نو باید د مقابلې توان هم ولري.
د تیري سه شنبه په ورځ(د اکتوبر ۲۰ مه) د ایټالیا په پایتخت روم کي د ادیانو تر منځ د «سولي د لیدني کتني» تر نامه لاندي د بحث یوه مهمه اجنډا په فرانسه کي د یوه شاګرد له خوا د هغه د معلم د وژل کیدو د بې رحمانه واقعې په ارتباط د اسلامي افراطیت د خطر موضوع هم وه. هغوی د معلم د وژل کیدلو پیښه، کومه چي د اسلامي افراطیت د انګیزې پر بنأ تر سره سوې وه، وغندله.
د مصر د الازهر مسجد لوی امام شیخ احمد احمد طیب چي ویې نه سوای کولای د قاهرې څخه روم ته سفر وکړي، دغي لیدني کتني ته په خپل پیغام کي د فرانسې دغه حمله په سختو الفاظو سره غندلې او لیکلي: «د پاک خدای(ج) په حضور او د حضرت محمد (ص) د لارښوونو پربنا زه دغه جنایتکارانه عمل غندم او د هغه څخه فاصله نیسم، خصوصاً د هغو کسانو څخه چي دغه ډول منحریف او درواغجن افکار قبلوي.»