د «اسلامي دولت» د مشر البغدادي د ژوند استثنايي انځورونه
د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي، د «نړۍ يو تر ټولو خطرناک ترهګر» په توګه پيژندل شوی وو. هغه په خټه عراقی وو چې تيره اوونۍ په سوريه کې د امريکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. دلته يې ځينې ځانګړې انځورنه کتلی شئ:
لومړنۍ تذکره
د «نړۍ د تر ټولو خطرناک ترويست»، ابوبکر البغدادي پورې اړوند د يوې موندل شوې تذکرې کاپۍ ښيي چې د داعش ډلې مشر د ۱۹۷۱ کال د جنورۍ مياشتۍ په لومړۍ نيټه د عراق په سامره ښار کې زيږيدلی وو.
تحصيلي اسناد او کورنۍ
البغدادي د ښوونځي په ډيرو مضمونو کې ښې نمرې لرلي دي. خو داسې ښکاري چې يوازې په انګليسي کې يې خوند نه وو. دغه پاڼه ښيي چې هغه د ۶۰۰ نمرو څخه ۴۸۱ ترلاسه کړې وې. د البغدادي اصلي نوم ابراهيم عواد ابراهيم البدري وو. ګاونډيانو يې ويلي چې پلار يې يو ساده کروندګر وو او دا يې د څلورو زامنو په ډله کې دريم وو.
عراقي تابعيت
دغه د ۱۹۸۷ کال ۱۱۲۶ نمبر مکتوب، چې په کې د البغدادي د هلکتوب د وخت انځور هم شته، د هغه د عراقي تابعيت سند دی. ابوبکر البغدادي په دغه وخت کې ۱۶ کلن وو او د سامره ښار د هلکانو په يوه ښوونځي کې ېې په خپل اصلي نوم (ابراهيم عواد ابراهيم البدري» زدکړې کولې.
په واسطه بريالی
ابوبکر البغدادي په کال ۱۹۹۱م کې بريالی شو چې ديپلوم په لاس راوړي. د ښوونځي په يوه سند کې راغلي چې هغه څو ځله ناکام شوی خو وروسته ورته د هغه د «شهيد ورور» په مخ يو څه نمرې ورکړل شوي دي. د هغه کشری ورور د عراق د پرځول شوي ديکتاتور، صدام حسين په پوځ کې عسکر وو او هغه مهال وژل شوی وو.
له رهبرۍ سره علاقه
د ابوبکر البغدادي د يو ملګري په وينا، هغه ډير علاقمنمد وو چې د رهبرۍ مسئوليت پر غاړه ولري. البغدادي به ماشومانو ته د قران زده کړې ورکولي. په سامره ښار کې د هغوی کور له ډيرې مودې راهیسې د هغو مهاجرو هستوګنځای ګرځيدلی. ګاونډيان وايي چې د بغدادي کورنۍ يا تښتيدلي او يا به په زندان کې وي.
د لوړو زدکړو په لټه کې
تر ديپلوم ترلاسه کولو وروسته ابوبکر البغدادي له خپل اصلي ټاټوبي څخه بغداد ته ولاړ تر څو هلته د حقوق په څانګه کې لوړې زده کړې وکړي. هغه تربيتي علوم او بهرنۍ ژبې هم د دوهمې او درېمې رشتې په توګه انتخاب کړې وې خو دا چې ديپلوم يې ټيټ وو، بريالی نه شو د پوهنتون دغو څانګو ته لار پيدا کړي.
جسمي ستونزې
ابوبکر البغدادي د جسمي ستونزې له امله چې ده لرله، له عسکرۍ څخه معاف شوی وو. د تحصيل د وخت سند يې ښيي چې د هغه سترګو د نژدې ليد تکليف لاره.
لومړنی واده
ابوبکر البغدادي په کال ۱۹۹۹ کې په يو لوړپوړي کارپوه باندې اوړي. د هغه د ديپلوم د دفاع موضوع د (قران تفسير) وو. د داعش مشر په ۲۰۰۳م کال کې د عراق په انبار ايالت کې د لومړي ځل له پاره واده وکړ.
د ۲۰۰۲م کال انځور
دا د ابوبکر البغدادي د ۲۰۰۲م کال انځور دی. هغه د ۲۰۰۳ کال په مارچ میاشت کې پر عراق د مريکا تر حملې وروسته، د ۲۰۰۴م کال په فبرورۍ مياشت کې ونيول شو. نوموړی ۱۰ مياشتې د عراق په سويل کې په «بوکا» کمپ کې بندي وو، خو د هغه د نيول کيدو دليل تر اوسه نه دي مشخص شوی.
د بوکا کمپ
په بوکا کمپ کې د صدام حسين د پخواني پوځيانو تر څنګ پر امنيتي او تروريستي پيښو تورن کسان هم ساتل کيدل. کارپوهان وايي دغه ګډه اوسيدنه د البغدادي په طرز تفکر کې ډير رول درلود. البغدادي په ۲۰۰۴م کال کې له بند څخه تر خوشې کيدو وروسته پوهنتون ته ولاړ او د بغداد په لويديځ «توبجي» سيمه کې موذن شو.
۲۵ ميليونه ډالر انعام
د امريکا متحده ايالاتو حکومت هر ډول معلوماتو چې هغه د «اسلامي دولت» د مشر د نيولو سبب واقع شي ۲۵ ميليونه ډالر جايزه تعین کړه. د ګارډين د رپوت په حواله، بغدادي په ستون و فقرات کې ستونزه درلوده او د دوو داکترانو له خوا يې معاينه او معالجه شوی وه. داسې هم ويل شوي چې هغه د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشت کې د امريکا په يوه هوايي حمله کې سخت زيان ليدلی وو. امريکا دغه حمله تائيد خو زيان په اړه يې خوله چوپه کړه.
يوازينی نوی انځور
ابوبکر البغدادي د خلکو په منځ کې ډير لږ راڅرګنديده. د هغه يوازينی نوی انځور د موصل په «نوري مسجد» کې د وينا پر مهال اخیستلی انځور دی. وروسته له هغې چې د ابوبکر البغدادي اړوند ويډيو په انترنيت کې خپره شوه، بريتانيايي نشريې «تيلګراف» د هغه د قيمتي ساعت په اړه چې د وينا پر مهال يې پر لاس تړلی وو ليکلی وو چې کيدای شي دغه ساعت د «رولکس» د تر ټولو ګران ماډل ساعت وي.
د جيمز باند فلمونو لاسي ساعت
د «سیمَستِر» (Seamaster) لاسي ساعتونه د «اوميګا» د لوکس ماډل ساعتونو څخه دي. دغه ساعت له ۱۹۹۵ کاله تر اوسه د جيمزباند فلمونو په لرۍ کې د جميزباند کريکتر پر لاس تړي. البغدادي دغه ساعت په لاس کاوه.
پر بشري جنايتونو تورنه ډله
د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستې ډلې په ۲۰۱۳م کال کې سوريه کې جګړه پیل کړه. دغې ډلی لومړی خپل نوم د «عراق او سوريې اسلامي دولت» يا داعش کيښود چې وروسته يې بيا «اسلامي دولت» ته واړاوه. دغه ډله د ملګرو ملتونو سازمان او نورو بشري سازمانونو له خوا پر نسل وژنۍ او بشري جناياتو تورنه ده.