د «اسلامي دولت» ډلي د مشر بغدادي نه خپاره سوي انځورونه
د «اسلامي دولت» ډلي مشر ابوبکر بغدادي اوس د نړۍ د امنيتي دستگاوو له خوا تر ټولو «خطرناکه تروريست» بلل کيږي. د آلماني ژورناليستانو يوه ډله توانېدلې ده چي د هغه د ژوند په اړه نوي او تر اوسه نه خپاره سوي اسناد راټول کړي.
دا په ۱۹۸۰م کال کي د نړۍ د «ترټولو خطرناکه تروريست» بغدادي لومړی کارت دئ. د په لاس راغلو اسنادو له مخي بغدادي د ۱۹۷۱م کال په جولای مياشتي کي د عراق په سامره ښار کي زېږېدلی دئ او اصلي نوم ئې ابراهیم عواد ابراهيم البدري دئ. د بغدادي د گاونډيانو په خبره د دغي بزگري کورنۍ له څلورو زامنو څخه يو بغدادي وو چي ډېر ارام خلک ول.
د ابوبکر بغدادي د تحصيل اسناد. هغه په خپلو درسونو کي په ځانگړې توگه په «اخلاق او انضبات» کي ښې نمرې لرلې. د اسنادو له مخي ښاري چي هغه يوازي د انگلېسي ژبي په مضمون کي لږ نمرې لرې. د دغو اسنادو له مخي هغه د ښوونځي د ۶۰۰ نمرو څخه ۴۸۱ اخيستي دي.
دا د ابوبکر بغدادي د عراقي تابعيت پاڼه ده. په دغه وخت کي بغدادي ۱۶ کلن وو او د عراق په سامره ښار کي ئې عادي ژوند کاوه او په خپل اصلي نوم ابراهيم عواد ابراهيم البدري باندي پيژندل کېدی او تحصيل ئې کاوه.
ابوبکر بغدادي په ۱۹۹۱م کال کي بريالی او ديپلوم ئې اخيستی دئ. په سندونو کي راغلي دي چي هغه يوار ناکامه سوی دئ، خو وروسته بيا د «شهيد ورور» له امتيازه څخه هغه ته څو نمرې ورکړل سوي دي. د بغدادي ورور د صدام حسين د پوځ عسکرو چي ووژل سو.
د ابوبکر بغدادي يو انډيوال وايي چي بغدادي به هروخت علاقه لرله چي مشر وي. بغدادي کوچنيانو ته د قرآن شريف درس ورکاوه. په سامره کي د هغه په پلرنی کور کي له ډيري مودې راهيسي هغه کورنۍ پرتې دي چي له اسلامي دولت ډلي له بيري څخه تښتېدلي دي. د بغدادي د گاونډيانو په خبره د هغه د کورنۍ خلک يا تښتېدلي يا بنديان دي.
ابوبکر بغدادي د ديپلوم تر اخيستلو وروسته خپل ټاټوبی پرېښود او بغداد ته تللی وو. بغدادي غوښتل چي حقوق ولولي او د هغه اسنادو له مخي چي موندل سوي دي هغه خپله دوهمه او دريمه رشته ښوونيزعلوم او بهرنۍ ژبي ټاکلي وې. خو د هغه د کمزوري ديپلوم په خاطر بغدادي په پوهنتون کي دغو رشتو ته نه بريالی کيږي.
ابوبکر بغدادي د جسمي ستونزو په دليل له عسکرۍ څخه معاف سو. د عراق د روغتيا وزارت په اسنادو کي ښوول کيږي چي بغدادي نزديک بينه دئ.
بغدادي په ۲۰۰۳م کال کي د عراق په انبار ولايت کي واده کوي او په دغه وخت کي د قرآن شريف د تفسير سند اخلي او په دې لاره کي خپله دکترا پيلوي.
په ۲۰۰۲م کال کي پر عراق باندي د امريکا تر يرغل وروسته د بغدادي يو انځور. بغدادي د ۲۰۰۴م کال په فيبرورۍ مياشت کي نيول گيږي او د عراق په جنوب «بوکا» اردوگاه کي لس مياشتي بندي کيږي. د دغه بند دليل تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
په بوکا کمپ کي د صدام حسين پر عسکرو سربيره امنيتي مجرمان او تروريستان ساتل کيږي. بغدادي له زندانه تر راوتلو وروسته بيرته پوهنتون ته راگرځي او د بغداد په لوېديځ کي په «توبجي» سیمه کي استوگن کيږي.
امريکا د داسي اطلاعاتو له پاره چي له مخي ئې بغدادي ونيول سي لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده. د گاردن د راپور له مخي، بغدادي دوې مياشتي دمخه د شمزۍ د تاوني کېدو له کبله د عراق په موصل ښار کي دوو ډاکټرانو کتلی معاينه او معالجه کړی وو. داسي ويل کیږي چي هغه د ۲۰۱۵م کال په مارچ کي د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي بريد کي سخت ټپي سوی دئ. امریکا دغه بريد تائيد کړی خو د بغدادي په اړه ئې څه نه دي ويلي.
ابوبکر بغدادي ډېر لږ راڅرگنديږي. د هغه د موجوديت يوازنی عکس چي د موصل په «نوري مسجد» کي اخيستل سوی دئ په رسنيو کي کښته پورته کيږي. وروسته له هغه چي د بغدادي يوه ويديو خپره سوه د بريتانيا «تلگراف» ورځپاني د بغدادي د په لاس ساعت په اړه وليکل چي يو ډېر گران بيه ساعت ئې په لاس دئ.
د «امگا» دغه ساعت هغه ماډل دی چي له ۱۹۹۵م کال راهيسي ئې جيمزباند په فيلمونو کي په لاسه وي.
گاردين د موصل د منابعو په حواله ليکي چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» د ابوبکر بغدادي ځای ناستی ټاکلی دئ. هغه عبدالرحمن مصطفي قدولي نوميږي چي په ابوعلا افري مشهور دئ. افري د ابوبکر بغدادي يو نژدې ملگری دئ او امريکا متحد ايالات هغه د «اسلامي دولت» ډلي دوهم سړی بللی دئ. امريکا د هغه د نيولو له پاره ۷ ميليونه ډالره انعام ټاکلی دئ.
دغي تروريستي ډلي له ۲۰۱۳م کال راهیسي په سوريې او عراق کي جنگ پيل کړی دئ او لومړی ئې خپل نوم د «عراق او شام اسلامي دولت» (داعش) کښېښود او وروسته ئې بيا په «اسلامي دولت» بدل کړ. دغه ډله د ملگرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو له خوا په نسل وژني او د بشريت پرضد جنايتونو باندي تورنه ده.