بریتانيا ته تلونکي په سلونو مهاجر نيول شوي دي
۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبهد بريتانيا د کورنيو چارو وزارت، د جمعې په ورځ (د فبروري ۷مه) په يوې اعلاميه کې وويل چې يوازې په همدې ورځو کې ۱۰۲ مهاجر چې له فرانسې څخه د مانش کانال له لارې بريتانيا ته اوښتل، نيول شوي دي. په دې ترتيب په دوو ورځو کې د نيول شوو مهاجرو شمير شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسيږي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، د بريتانيا پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د فبروري۶مه) لږ تر لږه ۹۰ کسان چې په هغو کې ۱۵ تنه يې نابالغ افراد دي، نيولي دي.
اکثرو نيول شوو کسانو ويلي دي چې د ايران اوسیدونکي دي. يو شمير نورو بيا ويلي چې د افغانستان، پاکستان، سوريې او عراق څخه راغلي دي.
د دې احتمال شته چې دغه افراد د دوبلين قرارداد له مخې، بيرته فرانسې ته واستول شوي. د دغه قرارداد پر اساس، کوم مهاجر چې د اروپا خاورې ته داخليږي، يوازې د اروپا په هغه هیواد کې د پناه غوښتنې حق لري چې په لومړي ځل ورته داخل شوي وي. که دوی دوهم هيواد ته سفر کوي او نيول کيږي، د همدغه قرارداد له مخې بيرته لومړني اروپايي هيواد ته استول کيږي.
په عين وخت کې د بريتانيا د امنيتي چارو وزير، براندون لوئيس، ويلي دي چې د هغو مهاجرو شمير لږ شوی چې د مانش يا انګلیس کانال له لارې بريتانيا ته راځي.
هغه د جمعې په ورځ وويل، د هغو مهاجرو له ډلې کوم چې د مانش کانال له لارې بريتانيا ته داخليږي، ډير شمير يې «درول شوي دي.»
لوئيس، د ارقامو د وړاندې کولو پرته وويل چې سږکال يوازې نژدې ۲۵ سلنه هغه مهاجر چي له دغې لاري يې بريتانيې ته د داخلېدو هڅه کړې پر دې توانيدلي چې تير شي. د هغه په وينا د تيرکال همدې مودې په پرتله د دغو کسانو په شمير کې د پام وړ یعنې ۴۸ سلنه کموالی راغلی دی.
د فرانسې پوليسو مهاجرو ته خبرداری ورکړی، چې د اوبو پر دغې لارې دې له وړو کشتيو څخه کار نه اخلي.
ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې په دغو ورځو کې د مهاجرو کوچنۍ کشتۍ په دې دليل چې د سمندر اوبه آرامه دي، خوندي پاتې شوي دي.
د مانش (Manche) یا انګليس کانال(English Channel) ، د فرانسې په شمال او د انګلستان په سويل کې پروت دی چې آرام سمندر له شمالي اوبو سره نښلوي.
AG/MKS/AWA