د افغانستان د موسيقۍ انستيتويت د موسيقۍ «پولار» جایزه گټلې
۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبهد افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتويت په تيرو څو کلونو کې د خپلو فعاليتونو له کبله توانيدلې چې د موسيقۍ د «پولار» جایزه ترلاسه کړي. دا انستيتويت د ۲۰۱۰م کال راهيسې د احمد سرمست تر نظارت لاندې فعاليت کوي.
په پام کې ده چې د موسيقۍ د پولار د جایزې هر يو گټونکي ته به د يو ميليون سويډني کرون چې کابو ۱۲۵ زره ډالر کيږي، نغدي جایزه هم ورکړل شي. دغه جایزه به د روان کال د جون پر ۱۴مه نيټه د سويډن د باچا کارل ګوستاف شپاړسم په حضور کې ورکول کيږي.
د افغانستان د موسيقۍ انستيتويت چې پکښې د افغاني او لويديځې موسيقۍ تدريس کيږي، د هيواد د ښځو لومړۍ آرکسترا جوړه کړه چې تير کال د سويس په داوس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې یې موسيقي اجرا کړه.
د دې انیستيتويت مشر احمد سرمست، وويل چې دی د جایزې د گټولو له کبله ډير «خوښ» دی او پر دې لاسته راوړنه ډير «وياړي».
د دې جایزې د ورکړې مسئولې ماري ليدين د يوې اعلامیې له لارې وويل: «موږ پر دې باوري يو چې زموږ د جایزې دواړه گټونکي چې د دوو متضادو نړيو څخه دي، د پولار د موسيقۍ د دې جایزې مقصد تعريفوي.»
هغې زياته کړه: «دا جایزه د هغو موسيقي غږونکو او د موسيقۍ د سازمانونو د درناوي له پاره ده چې د خپل کار له لارې د خلکو په ژوند کې تغير راولي.»
د پولار د جایزې دوهم گټونکی د امريکا د ميتاليکا په نوم د راک موسيقۍ يوه ډيره مشهوره ډله ده چې د پارونکې موسيقۍ په وړاندې کولو سره یې د څو لسيزو راهيسې ډير مينه وال جلب کړي دي.
ماري ليدين وويل چې ميتاليکا ډله په نړۍ کې د پاپ موسيقۍ د میليونو مينه والو د خوښې ډلې ده او په ميليونو انسانان ورسره مينه لري.
دې په خپلو خبرو کې همدا راز د افغانستان د موسيقۍ د انستيتويت په هلکه وويل چې احمد سرمست او دې انیستيويت هڅه کړې چې «د ماشومانو په ژوند کې يو وار بيا د موسيقۍ خوند راپيدا کړي».
د موسيقۍ د پولار جایزه د سويس د موسيقۍ تر ټولو لوړه او په اروپا کې د موسيقۍ يوه معتبره جایزه ده چې په کال کې يو وارې د کلاسيکې موسيقۍ يوه هنرمند يا د پاپ موسیقۍ يوې ډلې ته ورکول کيږي.
د موزيک د پولار جایزه په ۱۹۸۹ م کال کې د پاپ موسيقۍ د ډلې «آبا» د مشر استيگ آندرسون په نوښت تاسیس شوې وه. د نوماندانو له جملې څخه یې دوه کانديدان کولای شي دا جایزه ترلاسه کړي.
AFP(B.S/M.S)
زموږ له آرشيف څخه: