د افغان ځواکونو روژه ماتی په انځورونو کې
افغان ځواکونه په قرارګاه وو او امنیتي پوستو کې روژې نیسي. هغه سرتیري چې په قرارګاه کې میشت وي، هره شپه یوځای روژه ماتوي. په دې انځوریز البوم کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو د سرتیرو روژه ماتی ليدلای سئ.
دا د ۲۰۷ ظفر قول اردو دی. دا پوځي قرارګاه د هرات ښار په ۲۰ کیلومتري کې پرته ده.
په دې قرارګاه کې میشت ځواکونه په هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې عملیات ترسره کوي.
د سرتیرو د قروانې د ویش غرفه.
یو افغان سرتیری خپله ډوډۍ ترلاسه کوي.
د قول اردو پخلنځای په روژه کې ډیره ډوډۍ تیاروي چې سرتیري د ورځې په جریان کې له لوږې او تندې سره مخامخ نه شي.
په دې قول اردو کې میشت سرتیري ورژې، غوښه، میوه او سبزیجات ترلاسه کوي.
افغان سرتیري د اذان په تمه دي چې روژه ماته کړي.
دا چې تر دې مخکې افغان ځواکونه په خپلو مرکزونو کې د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شوي دي، نو اوس د لمونځ پر مهال ځینې د هغو کسانو ساتنه کوي چې په مسجد کې حاضر وي.
افغان ځواکونه د لمونځ کولو پر مهال.
انځورونه
1 | 9انځورونه