د اقليم بدلون؛ کوم هيوادونه کيدای سي تر اوبو لاندي سي؟
د مځکي کرې په تودېدو سره په سمندرونو کي د اوبو کچه لوړه سوې ده. وړاندوينه کيږي چي تر ۲۱۰۰م کاله پوري به په دريابونو کي د اوبو کچه ۶۵ سانتيمتره لوړه سي. په داسي يوه وضعيت که به نو کومي مځکي تر اوبو لاندي سي؟
د مجمعالجزاير د حاره سيمي
د امريکا د کولورادو پوهنتون د څيړونکو د وړاندويني له مخي، که په دريابونو کي وبه ډيري سي لومړی به د مجمع الجزاير د حاره سيمي هيوادونه لکه، مالديو، فيجی او يا د تووالو کوچنۍ جيره تر نورو ډيره تاواني سي. که په دريابونو کي اوبه يو ميتر لوړي سي دغه جزيرې به له سخت خطر سره مخامخ سي.
میامي
کارپوهانو په يوه نوې څېړنه کي چي د اوبو کچي د لوړېدو په برخه کي يې د امريکا د ساحلي ښارونو په اړه کړې ده، دې نتيجې ته رسېدلي دي چي تر ۲۱۰۰م کاله پوري به د اوبو کچه دوه متره لوړه سي او د امریکا ۵۰ لوی ښارونه چي په هغه کي بوستون، د نيويارک ځيني برخي او ميامي کيدای سي تر اوبو لاندي سي.
نيل رود
په افريقا کي به په ځانگړې توگه به د نيل سيند غاړه د اقليمي بدلون له خطر سره مخامخ ده. که په سيند کي د اوبو کچه ۵۰ سانتميره لوړه سي، او حفاظتي اقدامات و نه سي. د ميليوني ښار سکندريه اوسېدونکي به تېښتي ته مجبوره سي.
شانگهای
د چين ستر ښار شانگهای، د نړۍ د هغو ښارونو په ليست کي ده چي د اوبو کچي په لوړېدو سره به له ناورين سره مخامخ سي. وړاندوينه کيږي چي د دغه ښار له ۲۲ ميليونو اوسېدونکو څخه به ئې ۱۱،۶ ميليونه کډه کولو ته مجبوره سي. د چين دغه ښار د نورو ښارونو په پرتله د مځکي مکرې د گرمېدو له کبله د رامنځ ته کېدونکو خطرونو سره مخامخ دی.
بنگله ديش
په آسيا کي بنگله دېش هغه هيواد دی چي تر نورو ډير په اوبو کي د ډوبېدو له خطر سره مخامخ دی. که د اوبو کچه يو ميتر لوړه سي د دغه هيواد ۳۰ زره کيلومتره مربع ساحلي سيمي به تر اوبو لاندي سي او په دې سره به ۱۵ ميليونه انسانان تېښتي ته مجبوره سي.
فیلیپین
په ساحلي سيمو کي چي هر څه ځای چي درياب ته نژدې وي له اقلیمي بدلونه به ډېر رنځ وويني. داسي اټکل کيږي چي د فليپين ځيني سيمي به په اوبو کي ډوبي سي.
هالنډ
په سمندرونو کي د اوبو د کچې لوړېدل اروپا هم گواښي. داسي اټکل کيږي چي که د اوبو کچه يو متره لوړه سي، په اروپا کي به هم ۱۳ ميليونه انسانان په ځانگړې توگه په هالنډ کي له خطر سره مخامخ کړي. هالنډ له کلونو راهيسي په دې تلاښ کي دی چي په ساحلي سيمو کي د اوبو د راتلو مخنيوی وکړي.
بارسلون
پژوهشها پیشبینی میکنند که تا سال ۲۱۰۰ حدود یک تا دو متر بر سطح آب دریاها افزوده خواهد شد. بنابراین ساختار بسیاری بنادر باید تغییر کند. برای مثال ساختمانهایی که مانند بندر بارسلون، چنان که در عکس میبینیم، در مجاورت با دریا ساخته شده، باید عقب بنشینند.
ونیز
داسي ښار لکه ونيز ته به هم د اوبو کچي لوړېدل ډير گران تمام سي. تير کال کارپوهانو داسي وړاندوينه کړې چي په ۲۱۰۰م کال کي به دغه ښکلی ښار تر اوبو لاندي سي.
لندن
هغه ښارونه چي د رود يا درياب پر غاړه جوړ سوي دي، لکه لندن د اوبو کچي لوړېدل به سخت سرخوږی ورته جوړ کړي. حتی د بريتانيا په پلازمېنه کي د رود د سيلاب د خطر وړاندوينه سوې ده.
آلمان
جرمني به هم د مځکي له گرمېدو د راپيداکيدونکو خطرونو څخه په امان نه دی. هغه سيمي چي د اوبو کچي د لوړېدو په صورت کي د ډوبېدو له خطر سره مخامخ دي، هغه د دغه هيواد شمالي سيمي دي. وړاندوينه کيږي چي که د اوبو کچه يو متر لوړه سي د جرمني په شمال کي به ۳ ميليونه او ۲۰۰ زره کسان د سيلاب له خطر سره مخامخ سي.