د اقلیمي بدلونونو له امله مهاجرت
قحطي، د سمندر د اوبو د سطحې لوړیدل او د کرهڼې په برخه کې د ناکامۍ له امله په راتلونکو دریو لسیزو کې کیدای شي په مهاجرتونو کې په ډراماتیک ډول زیاتوالی راشي.
د حکومتونو له پاره خبردارۍ
د نړیوال بانک د یوه تازه رپوټ پر بنسټ که حکومتونه په بیړه اقدامات ونه کړي نو د موسمي بدلونو په پایله کې به د رامنځته کیدونکي قحطۍ له امله د ډيرو سیمو خلک د روزګار او بهتره ژوند له پاره د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شي او د مهاجرتونو لړۍ به لا پسې وغځیږي.
په ډراماتيک ډول د مهاجرتونو زیاتیدل
د نړیوال بانک د رپوټ پر بنست په نړیواله کچه د اقلیمي بدلونو له امله راتلونکي دری لسیزې ډیرې مهمې دي. د دې ادارې د رپوټ پر بنسټ د اغیزمن شویو سیمو خلکو له پاره د ځانګړو اقداماتو نیول اړين دي. په دغو سیمو کې د څښاک د اوبو او خوراکي توکو کمښت مخ په ډیریدو دی.
انساني ژوند ته ګواښ
د نړیوال بانک د دې رپوټ پر بنست تر ۲۰۵۰م کال پورې د اقليمي بدلونونو په پایله کې د مهاجرتونو له کبله د ۱۴۳ میلیونه انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کیدای شي. د دوی له ډلې څخه ۴۰ میلیونه یې د سویلي صحرایې سیمو، ۴۰ میلیونه یې د سویلي آسیا او ۱۷ میلیونه یې د لاتینې امریکا هیوادونو پورې مربوط دي.
تر ټولو ډیرې زیانمنې سیمې
صحرایې, د سویلي آسیا او د لاتين امریکا هیوادونه له اقلیمي بدلونونو څخه ډیرې زیانمنې کیږي. د لومړي ځل له پاره یو داسې رپوټ چمتو شوی دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله د مهاجرتونو په اړه بشپړ او تفصیلي ارقام وړاندی کوي.
د اقلیم بدلون د مهاجرت مهم لامل
اقلیمي بدلونونه د خلکو د بی کوره کیدو یو له مهمو لاملونو څخه شمیرل کیږي. د وچکالۍ له امله خلک د کار روزګار، خوراک، څښاک او ښه ژوند په لټه کې مهاجرت ته اړ کیږي.
د مثبت بدلون امکانات
اقليمي بدلونونه ورځ تر بلې د اقتصادي ستونزو د رامنځته کیدو سبب کیږي. خو د نړیوال بانک په حواله که د مضره ګازونو د تولید د مخنيوي او همدرانګه د دوامداره پرمختیایې پروژو په خاطر په نړیواله کچه اقدامات وشي، نو په لسګونو زره انسانان به له داسې خطرونو څخه وژغورل شي.
ایتوپیا تر ټولو ډیره اغیزمه شوې
د اقليمي بدلونونو له امله افریقایې هیواد ایتوپیا تر ټولو ډیره اغیزمنه شوې. د یوې څیړنې له مخې تر ۲۰۵۰م کال پورې به د دې هیواد د وګړو شمیر نږدې دوه برابره شي. د قحطۍ او وچکالۍ له امله له دې صحرایې هیواد څخه په لوړه پیمانه د مهاجرتونو ګواښ موجود دی.
د بنګله دیش ستونزې
په دغه سویل آسیایې هیواد کې هم د خلکو د بی کوره کیدو او مهاجرت لوی لامل اقليمي بدلونونه دي. په نړیواله کچه د تودوخي درجې په لوړیدو سره کنګلونه ویلي کیږي او د سمندر د اوبو سطحه لوړیږي.
د انساني ناورین رامنځ ته کیدو ګواښ
د نړیوال بانک په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کیدونکي مهاجرتونه پر انساني فاجعې هم بدلیدای شي. خو کارپوهان باور لري چې که په نړیواله کچه د ګلخانه یې ګازونو په اخراج کې کمښت رامنځته شي بیا نو په وضعیت کې ښه والی ممکن دی. دغه ګازونه د اقلیمي بدلونو یو لوی لامل بلل کیږي.
له کلیو څخه ښارونو ته کوچیدل
د کارپوهانو په اند په کليوالي سیمو کې د کرهڼې او د ژوند امکاناتو د اغیزمن کیدو له امله خلک ښارونو ته مخه کوي او هلته له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي. که پلانونه جوړ شي نو د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې تر یوې اندازې د خلکو ستونزې حلیدلای شي.