د ایټالیا څخه ۱۳۲ مهاجر جرمني ته راانتقال سوي
۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبهاعلان
دغه خبره د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت پرون جمعه( دډسمبر میاشتي ۲۰ مه) په روم کي کړې ده. جرمني وختي لا منلې ده، چي دغه مهاجرين به اخلي. دا هغه مهاجرین دي، چي په تیرو میاشتو کي د ډيرو کښتیانو پواسطه ژغورل سوي او ایټالیاته تللي وه. په راتلونکې جنورۍ میاشت کي به هم جرمني ته د ژغورل سوو مهاجرو ۱۰۰ نور تنه راسي.
د همدې عیسوي کال په سپټمبر میاشت کي په مالټا کي د ایټالیا، جرمني، فرانسې او مالټا د کورنیو چارو وزیرانو د هغو مهاجرینو په باب پر یوه سند باندي موافقه وکړه، کوم چي په مدیترانه کي ژغورل کیږي. ددغي موافقې پر اساس به بیا هغوی پر نوموړو هیوادونو باندي تقسیمیږي. ددوی د دې عمل سره مگر تراوسه پوري د اروپايي ټولني بل هیڅ هیواد نه دی ملگری سوی.