د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ۷۱ کلنه شوه
۱۳۹۸ آذر ۱۹, سهشنبهپه ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بشري حقونو اعلاميه تصويب شوه. د دغې اعلاميې مواد د نړيوالو قوانینو له مخې الزامي نه دی. خو د اساسي حقونو او داسې آزادي ګانو چې معامله پرې نه شې کيداي، له پاره نړيوال اصول انځوروي. د ژوند کولو حق، مذهبي آزادي، د بيان آزادي او دغه راز له شکنجه کولو څخه د خلکو ساتنه، په خپل سر بندی کول او تعبیض له هغو قواعدو څخه دي چې په دې مهم نړيوال سند کي درج شوی دي
په دغه نړیوال سند کې د انسان اقتصادي حقوق، د کار کولو حق، د تغذیې حق او د سرپناه حق هم په کي درج شوي دي. په دغه اعلامیه کي، چې د دويمی نړيوالې جګړې په پاې کې او د نازيانو د ويرې او وحشت تر سیورې لاندې تصويب شوه، ټينګار شوې: «بشرې حقونه د آلمان او ډيرې نورو هيوادونو د اساسی قانون تر ټولو بنسټيزه او مهمه ماده جوړوي. په همدې توګه په دغه نړيوال کنوانسيون کي دولتونه د بشري حقونو د مراعتونو مسؤليت لري. دغه کنوانسیون کې د ماشومانو ساتنه، د شکنجې ممنوعيت او د توکم پالنې له مخې د تعبيض پر مخنيوي هم ټینگار شوی دی. همدا راز د ټولو بنسټيزو مقرراتو د تابيعت حقوق، سیاسي حقوق او همدا راز اقتصادي، ټولنيزې او کلتوري توافقنامې هم په دې کې شاملې دي چې هره يوه يې د ۱۵۰ هیوادونو له خوا امضا شوی ده او ټول دغه هيوادونه په دغه پريکړه ليک کي شامل شوي دي.
د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو پريکړه ليک هم په دغه کنوانسيون کی ورزيات شوې دې.
د دغه پریکړه ليکونو او توافقنامو سره سره لا اوس هم په ټوله نړۍ کې بشري حقونه تر پښو لاندې کيږې. د نړۍ په ډيری هيوادونو کې ښځې او سړې په خپل سر نيول کیږې، شکنجه کيږې او د دولتی دستګاو له خوا وژل کيږې. په جګړه ځپلو هيوادونو کې جګړه وسله والې ډلې پر خلکو لوږه تيروي او جنسي تيری په همدفمند ډول د جنگي وسلې په توگه کاروي. سربيره پر دې په ميلونونو ماشومان او تنکي ځوانان په سختو او ناوړه شرايطو کې جبري کارونو ته مجبوريږې.
په ۲۰۰۲ م کال کې د دنهاک نړيوالې محکمې فعالعيت په پيل کيدلو سره له بشری حقونو څخه دفاع کې يو نوي پړاو پيل شو. د لومړي ځل له پاره يوه خپلواکه محکمه رامنځ ته شوه چې د جنګي جنايتونو په ګډون او بشري جنایتونه،عامه وژنې څيړي او په اړه یې پلټنې کوي.
زموږ له آرشيف څخه: