1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د مېرمني مجسمې ته اور اچول شوی

۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبه

په ختیځ اروپایي هیواد سلوانیا کې د امریکا متحده ایالاتو د آزادۍ په ملي ورځ شر خوښونکو کسانو د امریکا د لومړۍ میرمنې مجسمې ته اور اچولی دی.

https://p.dw.com/p/3f2l7
BdT I Slovenien, Rozno pri Sevnici: Statue Melania Trump aus Holz
انځور: picture-alliance/B. Zivulovic

ختیځ اروپایي هیواد سلوانیا د امریکا د ولسمشر د میرمنې میلانیا ترمپ د زیږیدو هیواد دی. له لرګي څخه جوړه دغه مجسمه په آلمان کې میشت یوه امریکایي هنرمن برید داوني، طرح او د یوه سیمه ایز هنرمند له خوا د ونې د تنې په تراشولو سره جوړه کړې وه.

په دې مجسمه کې د هغې څیره نه وه نقاشي شوې، خو میلانیا په هغه خفیف آبي رنګه جامو کې ښوول شوې چې هغې د خپل میړه د تحلیف د مراسمو په ورځ اغوستي وې.

First Lady Melania Trump I Melania Knaus
انځور: picture-alliance/AP/E. Vucci

د هنرمند برید داونې په خبره په سوځولو سره دغې لوړې مجسمې ته زیان اړول شوی دی. نوموړي وویل چې د جولای پر ۵ نیټه یې پولیسو ته د دې پيښې په اړه اطلاع ورکړه او پولیسو سمدستي دغه مجسمه له خپل ځای څخه لیري کړه.

نوموړي وویل: «زه غواړم پوه شم چې دغې مجسمې ته ولی زیان رسول شوی دی؟»

دغه مجسمه تیر کال په جولای میاشت کې نصب کړای شوې وه. په هغه وخت کې هم ځنو کړیو نیوکه کړې وه چې نه هم دغه مجسمه ښایسته ده او نه هم له میلانیا ترمپ سره مشابهت لري.

سپينې ماڼۍ تر اوسه پورې د دې پيښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. رویټرز خبري آژانس په حواله د سلوانیا پولیسو ویلي دي چې دوی د پيښې په اړه پلټنې کوي.

تیر کال په اګست میاشت کې په سلوانیا کې له لرګي څخه د دونالد ترمپ ۸ متره لوړه مجسمه درول شوې وه چې سږ کال په جنورۍ کې یو شمیر خلکو ورته اور ولګاوه او په ایرو یې بدل کړ.

Slowenien Holzstatue Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Bandic

د امریکا د لومړۍ میرمنې کوچنیوالی په سلوانیا کې تیر شوی دی. په هغه وخت کې د هغې هیواد د یوګوسلاویا یوه برخه وه چې په نویمه لسیزه کې د کورنۍ جګړې ښکار شوه. په همدې وخت کې میلانیا امریکا ته لاړه او د ماډلنګ یا مود په برخه کې یې شهرت ترلاسه کړ.

وروسته تر دې چې دونالد ترمپ د امریکا ولسمشر شو په سلوانیا کې د میلانیا ترمپ له ټاټوبي سره د خلکو علاقمندي زیاته شوه او په دې بهانه هلته سیاحت پرمختګ وکړ.

دویچه ویله اردو: ش.ن/ ن.ز