د تروريزم او افغان مهاجرو د اخراج پر ضد په جرمني کي لاريون
په کابل کي د خونړۍ چوداني له قربانيانو سره د خواخوږۍ او د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد په سونو کسانو په جرمني کي لاريون وکړ.
افغانستان ته اخراج وځنډوی
په جرمني کي په سونو کسانو د يوه لاريون په ترځ کي په «افغانستان کي د خلکو وژني» د بندېدو غوښتنه وکړه. دوی د مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه هم کوله.
دوي د جرمني په کولن ښار کي سره راټول سوي ول او تر ډيره ئې د افغان مهاجرو د اخراج بندولو شعارونه ورکول.
پر کلن ښار سربيره د جرمني په نورو ښارونو کي هم افغانانو او ځيني آلمانانو په کابل کي خونړۍ چاودنه وغندله او له قربانيانو سره ئې خپله خواخوږي وښووله.
په دغو لاريون کوونکو کي افغان مهاجر هم ول او د کابل پيښې ته په اشارې سره ئې ويل چي په افغانستان کي امني چيري دئ؟
دوی په کولن ښار کي په افغانستان په ځانگړې توگه په کابل کي د چاودني قربانيانو په ياد شمعي بلي کړې.
لاريون کوونکو د آلمان له حکومته وغوښتل چي په افغانستان کي د امنيت راتلو له پاره دي ډېره همکاري وکړي. دوی دغه راز د تروريزم سره د مبارزې غوښتونکي ول.
دوی پر خلکو باندي داسي پاڼي ووېشل سوې چي په کښې په يوه کمپوتري نقشه کي هغه سيمي چي د حکومت او هغه چي د طالبانو تر کنترول لاندي دي ښوول سوي وې.
دغه لاريون کوونکي د کولن ښار له ستري کليسا سره راټول سوي ول.
په دغه لاريون کي بيا ښځو د هغو ښځو عسکونه له ځانه سره لېږدول چي په افغانستان کي قرباني سوي.
داسي ښکارېده چي د دوی د ډيرو هدف له اروپا څخه د افغان مهاجرو د اخراج مخنيوی دی.
لاريون ښه ډېر دوام وکړ. لکه څرنگه چي تمه کېده ډېرو کسانو پکښې گډون و نه کړ. د کولن ښار په دغه سيمه کي بې له لاريوه هم خلک ناست وي.
په دې انځور کي بيا د هغه افغان مهاجر د ملاتړ په خومه څو کسان ښکاري چي د چهارشنبې په ورځ به نورنبرگ ښار کي پوليسو نيولی وو، څو اخراج سي او په سونو خلک ئې د آزادۍ غوښتنه کوله.
دغو آلمانانو هم افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج بندولو غوښتنه کوله. دوی له افغانانو سره د خواخوږۍ په خاطر راوتلي ول.
دوی دغه راز د پوليسو پر هغه چلن چي د يوه افغان مهاجر د نيولو پرمهال څرگند سوی، وغانده.
د چهارشنبې په ورځ د جرمني په نورنبرگ ښار کي پوليسو يو افغان چي په مسلکي ښوونځی کي ئې زده کړي کولې له ټولگی راوايست او غوښتل ئې له ځانه سره ئې بوزي. په دې ترځ کي د هغه هم ټولگی وال له پوليس سره لاس او گريوان کيږي او په لسونو نور کسان ئې هم ملاتړ ته راځي.
د لاريون له پاره تياری.
په دغه لاريون کي کوچنيانو هم گډون کړی وو.