د «تروريستي ډلو» په نوملړ کې د سپاه پاسدران د شاملولو غوښتنه
۱۴۰۱ دی ۲۷, سهشنبهزرګونه ایرانیان چې د اروپا مختلفو ښارونو او هېوادونو کې ژوند کوي، یوه ورځ وړاندې د فرانسې شټراسبورګ ښار ته رسېدلي وو او د دوشنبې په مازدیګر ( ۲۰۲۲ د جنورۍ ۱۶) په دې ښار کې د اروپا پارلمان مخې ته راټول شول.
له هېواده بهر د اپوزیسيون جریانونو، د ایران مخالفو سیاستوالو او اوکرایني الوتکې د وژلو شویو کسانو کورنیو انجمن په دې لویه ر اټوليدنه کې برخه اخیستې وه او له دې غوښتنې ملاتړ یې وکړ چې د سپاه پاسداران ځواک دې د " تروریستي سازمانونو" په نوملړ کې شامل کړل شي.
اړوند مطلب: په ایران کې د نیونو په هکله د امریکا او بریتانيا اندېښنه
په دې لاریون کې د ایران دولت او د ایران رهبر علي خامنه یي پر خلاف شعارونه ورکول کیدل او د ایران د خلکو له مبارزې د ملاتړ له پاره یې د " ښځې، ژوند او ازادۍ" شعارونو په ورکولو سره شعرونه او سرودونه غږول.
عیني شاهدان وایي، د ایرانیانو د دې مظاهرې له امله، د شټراسبورګ ښار سخته ترافیکي ګڼې ګونه رامنځته شوې وه او پولیسو د دغسې یوې لویې غوندې جوړیدل نه وو پیشبیني کړي.
تېره ورځ د جنورۍ ۱۶ د اروپایي ټولنې پارلمان د ایران په تړاو ځانګړي غونډه راغوښتې وه، تر څو د سپاه پاسدرانو د تروریستي اعلانولو په پلان خبرې وکړي. د مظاهره کوونکو غوښتنه دا وه، چې د اروپا پارلمان دې سپاه پاسداران د اروپایي ټولنې په تور لېست کې شامل کړي.
اړوند مطلب: د تهران رژیم پر دويم مظاهره کونکي د اعدام حکم عملي کړ
د اروپایي پارلمان رئیسه د ایرانیانو په راټولیدنه کې را څرګنده شوه او د سپاه پاسداران تروریستي اعلانولو په تړاو یې وویل: «ایراني مقامات به بریالي نه شي چې خلک تر ابده په ځنځیرونه کې وساتي او باید د دغو کړنو حساب ورکړي.»
میرمن روبرتا متسولا مظاهره کوونکو ته زیاته کړه: «تاسې د تاریخ په سم اړخ کې ولاړ یاست، تاریخ جوړوئ او موږ به تاسې یوازې پرېنږدو.»
مشهور ایراني فوتبالر علي کریمي راټولو شویو کسانو ته په خپل پیغام کې له هغوی مننه کړه او ویې ويل، چې دی په شټراسبورګ کې د ایرانیانو ترمنځ دی.
د بيلجيم د پارلمان استازې دریا صفایي وویل، د سپاه پاسدران د تروريستانو په توګه اعلانول به د نړۍ له امن کولو سره مرسته وکړي.
اړوند مطلب:د سپاه پاسداران د خبرداري سربیره په ایران کې اعتراضونه دوام لري
د آلمان د هامبورګ ایالت د پارلمان غړي دانيال ايلخاني پور د سپاه پاسداران د ترهګرو په توګه د نومولو په اړه وویل: »د ځنډولو او شاته اچولو وخت پای ته رسېدلی. اروپا باید پریکړه وکړي، چې د ايران د اسلامي جمهوريت د حکومت ترڅنګ ولاړ دی او د خلکو ترڅنګ.» هغه زیاته کړه:« په دې موضوع کې نوره بې طرفي شتون نه لري.»
ف ظ/ ب ص/ دویچه ویله