د تودخي درجې ثبتیدو راهیسې د تر ټولو ګرمي جون مياشتي ریکارډ
۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبهڅېړونکو د دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۷) اعلان وکړ چې دا پرله پسې ۱۳مه میاشت ده چې د ګرمۍ ریکارډ ثبتیږي.
د کوپرنیک مشر کارلو بونتمپو ویلي دي: «دا تر حیرانونکو شمیرو ډیر څه دي او موږ ته د اقلیم ستر او دوامداره بدلون راښيې»
کوپرنیک ویلي دي چې د نړۍ د تودوخي درجې اوسط تر اوسه پورې تر ټولو لوړه تودوخه ده چې ثبت شوې ده.
د دغې ادارې په حوالهد هوا د تودوخې اوسط د صنعتي کیدو له دورې څخه د مخکې په پرتله ۱،۶۴ درجې د سانتي ګراد لوړه ده.
په داسې حال کې چې په جون میاشت کې د اروپا په لویدیځ کې د تودوخي درجه د کال د فصل معمولي تودخې ته نږدې یا حتی له هغې څخه هم ټيټه پاتې شوې ده، د نړۍ ډیرو سیمو د هوا غیر معمول تودوخه تجربه کړې ده.
په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال په مکه معظمه کې د تودوخي درجه ۵۱،۸ درجې سانتي ګراد ته لوړه شوې وه، چې له امله یې ۱۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. همدرانګه د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د شدیدې ګرمۍ له کبله یو شمیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز