د جرمني څخه تقریبأ ۹۵۰۰ مهاجر اخراج سوي
۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبهاعلان
دغه خبره د داخله وزارت څخه په پارلمان کي د چپي گوند د فراکسیون د یوې پوښتني څخه معلومه سوې ده.
تر ټولو ډیر کسان د بالکان هیوادونو، شمالي مقدونیې، البانیا او صربستان ته اخراج سوي، چي هر یوه ته تر ۶۰۰ کسانو اضافه وه. د همدغه وزارت په حواله تقریبأ ۶۰۰ نور مهاجر هم گرجستان ته اخراج سوي دي. دا اکثرأ هغه کسان دي، چي مخکي تر دې چي جرمني ته راسي، په دغو هیوادونو کي یې اول د پناه غوښتنه ورکړې وه.
تر جرمني وروسته بیا په یوې مشخصي فاصلې سره د هسپانیې، فرانسې، پولینډ ، اطریش او ایټالیې څخه مهاجر اخراج سوي دی.