د داعش له ويري تښتېدلي ښځي د بنگو په کښت کي
۱۳۹۴ دی ۴, جمعهد سوريې له رقه ښار څخه د داعش له ویري ځيني تښتېدلي مهاجر اوس په لبنان کي د بنگو په کښت کي کار کوي. دوی په خپل هيواد کي د پنبې په کرلو کي تجريبه لرله.
يوه ۲۹ کلنه ښځه چي له سوريې څخه تر پنځو ورځو لار وهلو وروسته لبنان ته رسېدلې ده له ۲۵ نورو کسانو سره د لبنان په يوه کلي کي پر سپېره ډاک خېمه وهلې او د بنگو په کښت کي کار کوي.
دغه درې چي د سوريې د سرحد او بيروت ترمنځ پرتې دي له کلونو راهيسي د بنگو په کښت مشهوري دي.
په سوريه کي د کورنۍ جگړې ترمخه هم دغي سيمي ته سوريايان د بنگو په کښت کي د کار کولو له پاره لبنان ته تلل، خو تر پيسو پيدا کولو وروسته به بيرته خپل هيواد ته تلل، ولي اوس بايد دلې پاته سي.
د بنگو په کښت کي ډېر سوريايي کارکوونکي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» له ويري نه غواړي چي هويت ئې روښانه سي. په دوی کي د عايشې په نوم يوې ۱۵ کلني نجلۍ رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «که داعش په دې پوه سي چي زموږ کسب و کار له مخدرو موادو سره دئ، په چاقو به پر موږ باندي يرغل وکړي.»
يوه بل سوريايي مهاجر ويلي دي چي داعش په هغه پسې دی. هغه زياته کړې ده: «که څه هم له هغوی څخه ډېر ليري يم، خو بيا هم ډاريږم.»
ځيني لبنانان دوی ته د شک په سترگه گوري او لکه څرنگه چي عايشه وايي، ځیني کليوال دوی ته د «داعش» په نوم ور ږغ کوي.
په لبنان کي د بنگو کرل چي وروسته بيا چرس ځني جوړيږي منع دی. خو دا چي دغه کښت ډېري پيسې پيدا کوي خلک ئې کري. د بنگو يوه کښتگر رويترز ته ويلي دي چي ځيني وختونه حتی د ورځي لس زره ډالره هم عائيد لري.
سوريايي مهاجر چي د بنگو په کښت کي کار کوي، د ورځي ۱۶ ډالره ورکول کيږي. دوی بيا د دغو پيسو يوه برخه په سوريه کي خپلو کورنيو ته لېږي.