د داعش پرضد مبارزې ته د ايراني کردانو تمرينونه
له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره د مبارزې له پاره د عراق په کرد مېشته اربيل ښار کي ايراني کردي ځوانان او پېغلاني پوځي تمرينونه کوي. په دغه مبارزه کي ښځي له نارينو سره پر اوږه ولاړي دي.
د فرانسې خبري آژانس د دغو انځورونو په خپرولو سره لیکي چي په دې وروستيو ورځو کي د عراق په اربيل ښار کي د کردانو له «پيشمرگي» ملېشې سره د ايران د کردانو ديموکرات گوند (KDP-Iran) غړي په پوځي تمرينونو اخته دي.
د عراق او کردستان د خپلواکمني ادارې چارواکي د نفو د صادراتو په برخه کي د شته وو اختلافاتو په حلولو لگيا دي، څو د «جهاديانو» پرضد په گډه مبارزه وکړي.
تر دې دمخه رسنيو خبر ورکړی وو چي ايراني کردانو عراق ته د اسلامي دولت ډلي ډلي پرضد مبارزې له پاره کردان لېږلي دي.
د کردانو ښځي هم له ډېر وخت راهيسي له خپلو نارينه وو سره اوږه پر اوږه په سنگر کي ولاړي دي.
کردان د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزې په لومړۍ کرښه کي ولاړ دي.
د اسلامي دولت ډلي پرضد مبارزه کي کردانو له غرب څخه د وسلو او زغروالو وسايلو ضد وسلې غوښتي دي، څو وکولای سي له دغي خطرناکي ډلي سره مبارزه وکړي.
د راپورونو له مخي له اسلامي دولت ډلي سره په مبارزه کي تر اوسه پوري نزدې ۷۰۰ کردان وژل سوي دي.
د عراق په شمال کي کردان اصلي وسله والي ملېشې دي چي د اسلامي دولت ډلي پرضد وسله وال مقاومت کوي.
نړيواله ټولنه، له هغې ډلي آلمان د کردانو نظامي ملاتړ کوي.
په عراق کي د ايراني کردانو پوځي تمرينونه.
د آلمان حکومت په پلان کي لري چي له کردانو د «پيشمرگي» ملېشې د روزلو او پوځي مرستو د پراختيا طرحه د خپل هيواد پارلمان ته وړاندي کړي.
پر اربيل باندي يو کال دمخه يرغل سوی وو.
په عراق کي د ايراني کردانو پوځي تمرينونه.
د «اسلامي دولت» په نوم ترهگره ډله چي په عراق او سوريه کي ئې ډېري سيمي په خپل کنترول کي راوستلي دي، اوس د عراق د کردستان سيمي هم گواښي.
د افراطي ډلي «اسلامي دولت» تروريستان.