د داعش پر ضد د عراق پوځ وروستي عملیات
۱۳۹۶ آذر ۲, پنجشنبهد جنرال عبدالامیر رشید یارالله، په وینا پوځ او شیعه ملیشو د عراق په شمال لویدیځ کې ستر پوځي عملیات پیل کړي دي. د هغه په خبره د فرات سیند شمالي څنډه کې یو شمیر تندلارې شته. د معلوماتو له مخې د تندلارو وروستي پټنځایونه په صلاح الدین، نینوا او انبار ولایتونو کې دي.
د تیرې جمعې په ورځ د عراق پوځ په دغه هیواد کې د داعش له لوري کنترولیدونکی وروستی ښار نیولی وو. د سوریې پولې ته څیرمه د فرات دره کې د راوة، کوچنی ښار د څو ساعتونو په ترڅ کې نیول شوی وو. د کارپوهانو په وینا داعش اوس په عراق کې یوازې دښتې چې د اوسیدو وړ نه دي تر خپل کنترول لاندې لري. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي ول چې داعش ته ماتې ورکړل شوې ده.
په سوریه کې هم عملیات روان دي
په سوریه کې هم پولې ته څیرمه د عراق حکومتي ځواکونه او د هغه متحدې ملیشې لکه حزب الله ډله له البو کمال، ښار څخه د جهادیانو د ایستلو له پاره عملیات کوي. دغه ښار د سوریې د تیلو په بډای ولایت دیر الزور کې موقعیت لري، چې یوه پر څلورمه برخه یې د داعش تر کنترول لاندې ده. پر دې سربیره تندلاري په حما او دمشق ولایتونو او همداشان د دغه جګړه ځپلي هیواد په سویل کې هم ځینې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري.
داعش په ۲۰۱۴م کال کې د عراق ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې وه. د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د معلوماتو له مخې دغي ډلې په عراق او همداشان سوریه کې اوس ۹۵ سلنه هغه سیمې له لاسه ورکړي دي چې د دوی تر کنترول لاندې وې.
د عراق حکومتي ځواکونه په روان میلادي کال کې په دې وتوانیدل چې پر نورو سربیره له داعش څخه د موصل ښار ونیسي. دغه ښار د عراق په شمال کې موقعیت لري او د داعش پوخ سنګر ګڼل کیده.
(s.r/n.z (afp, dpa, rtr
په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: