«د داعش په پلازمېنه» کې د خلکو روزمره ژوند
د سوريې په رقه ښار کې چې د «اسلامي دولت» ډلې پلازمېنه بلل کیږي، د خلکو ورځنې ژوند څه ډول دی؟ ښځې باید بشپړ ححاب ولري. په سړکونو کې د اعدام او لاس پریکولو مراسم اجرا کیږي. روزه خور هم په دورو وهل کیږي.
د داعش یو تن غړی د سوریې په رقه ښار کې د عطرو په دوکان کې ځان ته عطر لټوي. دغه انځور د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر میاشتې په ۱۸ نیټه اخیستل شوی.
د سوریې په رقه ښار کې د ښځو د جامو یو دوکان. دغه انځور هم د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۸ اخیستل شوی دی. د «اسلامي دولت» د قوانینو له مخې ښڅې یوازې کولی شي په بشپړ حجاب کې له خپل محرم سره له کوره د باندې ووزي.
د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د«اسلامي دولت» تر کنترول لاندې ښارونو کې د جمعې په لمانځل کې ګډون اجباري دی او که څوک د جمعې لمانځه ته نه حاضریږي سزا ورکول کیږي.
ماشومان د سوریې په رقه ښار کې د نسکورې شوې الوتکې ویجاړې شوې پرزې یا کباړ را ټولوي.
د رقه ماشومان کیمیا، فزیک، ریاضي، تاریخ او فلسفې ته اړتیا نه لري. «اسلامي دولت» هم پوه او هم تاریخ له سره نوې لیکلي.
په دغه انځور کې د سوریې په رقه ښار کې د«اسلامي دولت» ډلې یو شمیر غړي په جماعت سره د لمونځ ادا کولو په حالت کې لیدل کیږي.
د رقه په ښار کې د«اسلامي دولت» ترهګرې ډلې یو شمیر غړي
د اسوشیتد پرس خبري آژانس په حواله «اسلامي دولت» ډلې په رقه ښار کې د شریعیت مطابق سخت قوانین نافذ کړي دي. د غلو لاسونه په عام محضر کې پریکیږي او هره ورځ د سړک تر غاړې اعدامونه ترسره کیږي.
د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندی ساحو ژوند
د «اسلامي دولت» ډلې ځواکونو د «حسبه» په نوم دفترونه جوړ کړي دي، تر څو د اسلامي شریعیت د اجرا کیدو پروسه وڅاري. همدارنګه د «دعوا» په نوم دفترونه هم جوړ شوي دي، چې خلکو ته د دوی د ایډیالوژۍ مطابق دعوت او تبلیغ وکړي.
د داعش یا د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې یوه لویه ستونزه مزدورانو ته د هغوې د مزد د ورکړې بحران دی.
د دغې تندلارې اسلامپالې ډلې ځواکونو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د «اسلامي دولت» له اجازې پرته د سیمې د خلکو هر ډول تجارت او سوداګري منع کړی.
د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې د خلکو ورځنې ژوند.
د «اسلامي دولت» ډله په خپل کنترول لاندي سیمو کې د اسلامي قوانینو د عملي کولو په برخه کې تر نورو ټولو تندلارو اسلامي ډلو ځان مخکښ بولي. سنګسار، د لاسونو پریکول په درو وهل او داسې نور......
سړي تښتونه، په پرله پسې ډول د مخالفینو په دار زړول او عام وژنه د دغې ډلې هغه اقدامات دي چې د سوریې په شمال او ختیځ او د عراق په شمال او لویځو برخو کې یې دغه ډله ترسره کوي.
«اسلامي دولت» ډلې د موصل له ټولو عیسوي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې یا خو دې اسلام راوړي یا جزیه ورکړي او یا دې هم له دې خاورې څخه ووزي.
وحشت، خونړۍ جګړې، ویجاړۍ، د داعش له ویرې د سلګونو زره خلکو مهاجرت، په عراق او سوریه کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د بریدونو پایله ده.
د سوریې د بشري حقونو نړیوال سازمان وایې چې دغې ډلې د عراق له شمال څخه ایزیدي ښځې تښتولي او په زروه تر مسلمانولو وروسته یې بیا د خپلي ډلې پر جنګیالیو پلورلي دي.