د دوو میلیونو يورو په ارزښت غلا شوی موټر و موندل شو
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبهد آلمان پولیسو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د څه نا څه دوو میلیونو يورو په ارزښت «فراري 288 GTO» ډوله موټر يې موندلی دی. دغه موټر یوه کس چې ځان یې د احتمالي خریدار په توګه پیژندلی وو، غلا کړی وو.
په دوسلدورف کې پولیسو روښانه کړې ده چې تښتول شوی موټر یې موندلی، خو د موټر تښتوونکی لا هم نه دی نیول شوی. پولیسو له عامو خلکو څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د موټر تښتوونکي، چې ځان یې د زړو او قیمتي موټرو د خریدار په توګه معرفي کړی وو، د موټر له مالک سره د ملاقات وخت تنظیم کړی وو او بیا یې دغه موټر د آزمایښتې چلولو له پاره سړک ته ایستلی وو. خو په یوه ځای کې دغه کس د موټر مالک ته ویلي وو چې غواړي اشترنگ ته کښېني او خپله يې هم وچلوي.
اشترنگ ته تر کښېناستو وروسته او تر دې مخکې چې د موټر مالک د هغه تر څنګ کښیني، دغه کس موټر په سرعت سره له سیمي تښتولی وو.
که څه هم د موټر مالک د دغه کس انځور اخیستی وو، خو پولیس تر اوسه پورې د هغه د اوسیدو ځای او ادرس په موندلو نه دي توانیدلي. اوس پولیس یوازې د موټر په موندلو توانیدلي او د تښتوونکي لټون دوام لري.
(ms/nz (AP, dpa