د رسنیو آزادۍ ته گواښ؛ ډېري خبريالاني زنداني کيږي
۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبهپه تیرو کلونو کي د وژل سوو خبریالانو د شمیر تر کمیدو وروسته، د بې سرحده خبریالانو سازمان د ۲۰۲۲م کال د دسمبر تر لومړۍ نېټې پوري د تیر کال همدغه وخت په پرتله د ښځینه او نارینه ژورنالیستانو د وژل کیدو څه نا څه ۲۰ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.
د ROG سازمان کارپوه، کریستوفر ریش له دویچه ویلي سره په خبرو کي وايي چي له ۴۸ څخه ۵۷ ته د وژل کیدو د پیښو په لوړوالي کي پر اوکراين د روسیې يرغل مهم نقش لري.
سږ کال ۶۷ رسنيز کارکوونکي ووژل شول
د دغي جگړې له پیل راهیسي د اتو ژورنالیستانو په وژلو سره نوموړی هیواد اوس د خبریالانو له پاره د نړۍ په کچه دوهم خطرناک هیواد شمیرل کیږي.
منظم جرمونه او فساد
یوازي په مکسیکو کي د خبریالۍ د دندي پر وخت ۱۱ کسان وژل سوي دي. دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې ډول نوموړی هیواد د څلورم ځل له پاره د فهرست په لومړي ځای کي قرار لري. ډېر خبریالان د مخدره موادو او جنايي ډلو د پلټني پر وخت قرباني کیږي.
د ياد سازمان د موندنو له مخي، هغه تنظیم سوي جرمونه او فساد چي تر ټولو لوړو سیاسي دفترونو ته رسیږي، زیاتره یې د دغو قتلونو د ترکیب نتیجه وي.
په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک
د کریستوفر ریش په نظر د دې کار یو علت دا دی چي ډېر محلي ژورنالیستان د جگړې د میدان برعکس د رسنیو د آزادۍ له پاره مبارزه کي خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا ځکه چي په جگړه ایزه سیمو کي ډېر خبریالان له بهر څخه راځي.
د بې سرحده خبریالانو سازمان په مکسیکو کي له کلونو راهیسي له خپل پارتنر سازمان سره په گډه د خپلو تر گواښ لاندي همکارانو د لا زیاتي ساتني له پاره فعالیت کوي. خو پر حکومتي تدابیرو سربیره بیا هم په حقیقت کي هیڅ هم نه ترسره کیږي. یوازي د جنورۍ په میاشت کي درې نارینه او یوه ښځه ژورنالیسته وژل سوې ده.
۵۳۳ خبریالان په زندانونو کي دي
د بې سرحده خبریالانو سازمان په حواله په نړۍ کي تر اوسه پوري اوه تنه ژورنالیستاني وژل سوي دي چي دا د ټولو قربانیانو څه د پاسه ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیی. خو په زندانونو کي دغه رقم لا لوړ دی، یعنی ۱۵ سلنه.
په مجموعي ډول د دسمبر مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري ۵۳۳ ښځینه او نارینه خبریالان په زندانونو کي دي چي دغه رقم تر هر وخت ډیر لوړ دی.
د بندي ښځو په شمیر کي له ۲۸ سلنه څخه ۷۸ سلنه زیاتوالی راغلی. د هغوی یو پر څلرمه برخه په چین او ایران کي بندیاني دي . د دغه سازمان کارپوه کریستوفر ریش په داسي هیوادو لکه ایران او سپیني روسیه کي په هدفمندانه ډول د ښځو د سرکوبه کولو خبره کوي.
د هغه په نظر هلته په شعوري ډول د ښحینه خبریالانو له عاطفي احساساتو سره لوبي کیږي تر څو هغوی لا ډیر په وحشیانه ډول وبیروي.
GP/NZ/DW.Online