د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا نوي بڼې په اړه خبرداری ورکړی
۱۴۰۲ مرداد ۳۱, سهشنبهويروسپوهانو او د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اچ او) د روان کال په مني او ژمي کې د کرونا ويروس د يوې نوې څپې د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
ویل کیږي چې دکرونا ویروس نوې بڼه د (بي آ ۲.۸۶) د اومیکرون څخه سرچینه اخیستې او تر دې دمه ۳۶ ډوله بدلون يې پيژندل شوی دی. ويروسپوهان د دې بڼې د موټېشن لوړ حرکت د هغې د ځانګړتياوو په توګه گڼلی او وايي چې د دې بڼې د موټيشن توان د پخوانيو بڼو په پرتله لوړ دی.
د روغتیانړیوال سازمان په دې اړه ویلي: «تر اوسه څرګنده نه ده چې دا نوې بڼه څومره پراخه ده. خو د کرونا ویروس د دې ډول بدلونونو شمېر موږ دې ته اړ کړو چې ځانګړې پاملرنه وکړو.»
د (بي آ ۲.۸۶) بڼې بدلون څو ورځې وړاندې په اسرائیل کې د لومړي ځل له پاره کشف شو.
همدارنګه، په دې برخه کې نورې پيښې په متحده ایالاتو او ډنمارک کې کشف شوي دي او د لابراتواري پايلو په ارزونو او شننو کې په گوته او پیژندل شوي دي.خو ویروسپوهان په دې باور دي چې احتمالاً د دې ډول کرونا ویروس ډیرې پیښې به شتون لري.
یو امریکايي ویروولوژیست او ایپیډیمولوژیست وايي: «کابو ټول بدلونونه د انټي باډیزونو څخه د تیښتې وړتیا لري.»