د روم ښار د لیدو وړ ځایونه او لرغوني آبدې
ډیري خلک د ایټالیا تر ټولو لوی او پر نفوسه ښار «روم» د «ابدي ښار» په نوم هم پيژني. د علي دنیا دیده په نوم د دویچه ویله یو تن له مینه والو څخه د دې تاریخي ښار د لیدو وړ ځایونه په یو انځوریز رپوټ کې ځای پر ځای کړي دي.
دې ښایسته ښار د خپل ۲۵۰۰ کلن تاريخ سره په خپله سينه کې ډیرو تاریخي ابدو او موزیمونو ته ځای ورکړی دی چې مهم هدف یې د سیلانیانو را جلبول دي.
د روم ښار دومره لوی دی چې کیدای شي له هغه څخه لیدنه له سړي لاره ورکه کړي. سیلانیان باید په خپل تقسیم اوقات کې له پارکونو او قهوه خانو څخه د لیدنې له پاره هم یو څه وخت په پام کې ونيسي.
شاید هم د نړۍ په بل هیڅ یوه ښار کې به دومره مجسمې او هنري آثار ونه لیدل شي چې په روم کې موجود دي. د ښار په مختلفو برخو کې په بی سارې ډول هنري او تاریخي آثار لیدل کیږي.
د ۱۹۵۶ ميلادي کال د اپریل میاشتې راهیسې روم او پاريس په اقتصادي او فرهنګي لحاظ یو بل سره همکاري پیل کړی ده چې په اصطلاح د «غبرګولو ښارونو» په نوم یادیږي.
د روم مرکزي برخې تر ټولو ډیرو تاریخي آثارو ته ځای ورکړی دی.
په «میدان روم» او د یوه مودرنه او ګڼ میشته ښار په منځ کې قدم وهل، لکه ۲۰۰۰ کاله مخکې وختو ته بیرته ستنیدل دي.
د روم ښایسته مجسمې شاید د نړۍ په بل ځای کې په دې شکل او د یوه لوی کلکسیون په چوکاټ کې ونه لیدل شي.
د ښار په دې برخه کې هغه څه چې د روم د پخواني امپراطور څخه باقي پاتې دي، یوازې د تاریخي ښکلاء یوه څنډه ښکاره کوی.
د «تروی فواره» د سیلانیانو له پاره یوه له په زړه پورو ځایونو څخه شمیرل کیږي. دا فواره چې د هیلو د چينو په نوم شهرت لري د روم په تاریخي افسانو کې مهم مقام لري. په تاریخي کیسو کې ویل شوي دي هر څوک چې د تروی په فواره کې سکې(فلزي پيسې) واچوي، بیا یې دلته راتګ په نصيب کیږي.
روم په پرله پسې ډول د نړۍ د ښایسته او لرغونو ښارونو په نوملړ کې ځای لري. دغه ښار له هنري آثارو ډک، ماڼۍ، پارک، کلیسا، باغ، معبد او د تیاتر د ښایسته سالونو درلونکی دی چې هر یو یې ځانته جلا تاریخ لري.
د روم ښار د نړۍ تر شلو له ډیرو ښارونو سره د دوستۍ او همکارۍ تړون لري.
"کولوسئوم" ته نږدې "طاق کنستانتین" موقیت لري چې د دې ښکلی، تاریخي او نه هیریدونکي ښار یو د لیدو وړو ځایونو څخه دی.