د روژې مياشت د نړۍ په بيلو هيوادونو کي
د رمضان په مياشت کي د بيلو مسلمانو هيوادونو اوسېدونکي بېل دودونه لري چي په مرسته يې دوی دغه مياشت لمانځي. د بېلګي په توګه په مصر او په فلسطيني سيمو کي خلک د کوڅو د برېښنا خادې سينګاروي او اضافي ګروپان لګوي.
لبنان ښايي يو له هغو لږو پاتو مسلمان هيوادونو څخه وي، چيري چي په کوڅو کي مؤظف کسان خلک پېشلمي (سحري) ته راکښېنوي. دا چي اوس اليکترونيکي آلات لکه موبايلونه او ورته نور وسايل پيدا سوي نو د نړۍ په زياترو برخو کی دغه دود او کسب له منځه تللی دی.
مسلمانان د روژې د مياشتي او بيا وروسته د اختر د مياشتي په تلاښ آسمان ته ګوري. د دې مقصد له پاره په اکثره مسلمانو هيوادونو لکه پاکستان کي د رويت هلال يا سپوږمۍ د تلاښ په مقصد د عالمانو ډلې هم جوړيږي.
د روژې په مياشت کي په تونس هيواد کي د کب يا ماهي خوړل ډېر زيات سي. ښايي په نورو هيوادونو کي هم په دغه مياشت کي کب خوړل زيات سي خو په تونس کي زښت زيات وي. ښايي په ټول تونس کي داسي بازار او يخچال نه وي چي په روژه کي دي کب پکښي نه وي.
په يمن کي سږ کال په داسي حال کي روژه نيول کيږي چي په دغه هيواد کي جګړه روانه ده او د دغه هيواد پر بازارونو او خلکو يې اغېز پرې ايښي دی.
په آلمان کي اوسېدونکي زيات مسلمانان په مشترکه توګه روژه ماتی او پېشلمی کوي. په زياته بيا ترکان په آلمان کي زيات مساجد لري چيري چي د مشترک روژه ماتي او پېشلمي انتظام کيږي.
د روژې په مياشت کي د مصر په قاهره ښار کي ګڼه ګوڼه خورا زیاته وي. په زياته بيا د ښار په زړو برخو لکه د الحسين ناحيه کي د انسانان ازدحام ډېر زیات وي.
دغه افريقايي مهاجر پسله زښتو زياتو تکليفونو او خطرونو اروپا ته رارسېدلی او دا يې لومړۍ روژه ده چي له کور او کلي څخه ليري يې نيسي.
اندونيزيا چي يو مسلمان هيواد دی پکښي تر ۲۰۰ مليونو څخه زيات انسانان اوسيږي. تر ټولو زیات نفوس لرونکی دغه مسلمان هيواد هم د روژې راتګ او هم د اخترونو راتګ په ډيرو مراسمو سره لمانځي.
د فلپاين په سويل کي اوسېدونکي مسلمانان هم په خورا مينه د روژې مياشت لمانځي. هغوی د روژه ماتي او پېشلمي له پاره خپل سيميز او دوديز خواړه تياروي.
د بيت المقدس په ښار کي هم د روژې په مياشت اضافي ګروپونه ځړول کيږي او کوڅې به روښانه کيږي.