د سعودي پاچا او ولیعهد د وژل شوي خبریال کورنۍ ته تسلیت ویلی
۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبهپه استانبول کې د سعودي عربستان په قونسګلرۍ کې د جمال خاشقجي تر وژل کیدو وروسته، د سعودي عربستان پاچا او د هغه ولیعهد د وژل شوي خبریال له کورنۍ سره خپله غمشریکي وکړه. د اس. پي. اې رسمي خبري آژانس په حواله، د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان د خاشقجي د کورنۍ له غړو سره تلیفوني خبرې کړي دي. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم د وژل شوي خبریال له کورنۍ سره خپله غم شریکي کړې ده.
د دغه رپوټ پر اساس د سعودي د رژیم د منتقد وژل شوي خبریال زوی صالح خاشقجي د شاهي کورنۍ له غم شریکۍ مننه کړې ده، خو د دغې تلیفوني اړیکي د محتوا او جزئیاتو په هکله یې څه نه دي ویلي.
د جمال خاشقجي تر ورکیدو دوې اونۍ وروسته د سعودي عربستان مشران له ډيرو نړیوالو فشارونو سره مخامخ شول. تر دغو فشارونو وروسته د سعودي د شاهي نظام مشرتابه په ترکیه کې په خپله قونسلګرۍ کې د خاشقجي پر وژل کیدو اعتراف وکړ.
د سعودي عربستان د رسمي رپوټ پر اساس چې تر ډیره پورې غربي سیاستوالو ته د منلو وړ نه دی، په ترکیه کې د سعودي په قوسنلګرۍ کې د خبریال خاشقجي او نورو کسانو ترمنځ د مرګ تر کچې پورې فزیکي اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې دوی له همدې کبله خپل ۱۸ اتباع نیولي دي او د دې ترڅنګ یې د ولیعهد یو سلاکار هم له دندې ګوښه کړی دی.
خو د دې کیسې برعکس د ترکیې جنايي څیړونکي په دې باور دي چې د سعودي د نظام منتقد خبریال د کمانډو ځواکونو د یوې ۱۵ کسیزې ډلې له خوا په ترکیه کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې شکنجه شوی او بیا وروسته وژل شوی دی. د ترکيې چارواکو زیاته کړې ده چې خاشقجي تر وژل کیدو وروسته يوه مسلکي کس ټوټه ټوټه کړی دی او جسد یې له قونسلګرۍ څخه ايستل شوی دی. د سعودي عربستان مشرتابه د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر عبدالجبیر د څرګندونو پر اساس په دې نه پوهیږي چې د خاشقجي جسد چیرته دی.
د اردوغان او ترمپ تلیفوني خبرې
د رسنیو د رپوټونو په حواله، په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د جمال خاشقجي د وژل کیدو په هکله تلیفوني خبري کړي دي. د ترکیې د انادولو په نامه رسمي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې دغو دواړو سیاستوالو په دې تړاو ګډ نظر درلود چې د خاشقجي د قضیې ټول اړخونه باید روښانه شي. د رپوټونو په حواله دواړو مشرانو د تلیفوني خبرو په ترڅ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سوریې د وضعیت په هکله هم خبرې کړي دي.
آیا آلمان به پر سعودي وسلو پلورلو ته ادامه ورکړي؟
په امریکا متحده ایالاتو او همدا راز آلمان کې اوسمهال له سعودي عربستان سره د همکارۍ د ادامې په هکله بحثونه له انتقادونو سره مل دي. د آلمان صدراعمظمه انګلا میرکل ويلي چې د اوس وخت له پاره سعودي عربستان ته د آلمان د پوځي تجهیزاتو صادرات دروي.
میرکل په برلین کې په يوه غونډه کې وویل چې په اوسني وضعیت کې [سعودي عربستان] ته د وسلو صادرات نه کيږي. مخکې له دې چې د سعودي عربستان له لوري د تسلیت ویلو موضوع مطرح شي، د آلمان صدراعظمې انګلامیرکل ویلي ول چې په دې هکله دې لا ډیر توضحیات ورکړل شي او دا چې تر اوسه پورې د خاشقجي د قتل په هکله هر څه روښانه نه دي.
په هر صورت له دې وړاندې آلمان، فرانسې او بریتانیا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د جمال خاشقجي د وژنې د پیښې په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې وه.
بل لوري ته په آلمان کې د اپوزیسیون له اړخه د زرغون ګوند د پارلماني ډلې مشر انتون هوفرایتر د آلمان د وسلو د صادراتو په سیاست کې د بدلون غوښتنه کړې ده. هوفرایتر په دې هکله داسې تشریح ورکوي: «کړکیچنو او بحراني سیمو او همدا راز مستبدو حکومتونو ته باید د آلماني پوځي تجهیزاتو صادرات متوقف شي.»
خو د دې څرګندونو برعکس د آلمان د مسیحي ديموکرات ګوند سیاستوال او د اروپايي ټولنې کمیسار ګونتر اوتینګر د عجولانه څرګندونو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی. نوموړي د فونکه په نوم رسنیو له آلمانۍ ډلې سره په یوه مرکه کې سعودي عربستان ته په چټکه توګه او په بشپړه توګه د وسلو د صادرولو له توقف سره مخالفت څرګند کړ. نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړه چې په دې هکله پریکړه باید د قضیې د ټولو اړخونو تر روښانه کیدو وروسته وشي. د مسیحي ديموکرات ګوند دغه سیاستوال همدا راز وویل چې د وسلو د صادراتو د متوقف کولو پریکړه په هغه صورت کې باید وشي چې کله ولیدل شي سعودي عربستان په دې پیښه کې حقایق پټ کړي دي.