د سويلي کوريا او امریکا پر وړاندي د شمالي کوريا غبرگون
۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبهاعلان
دولتي خبري آژانس KCNA د پوځ د يوې بيانيې په حواله ويلی چې دغه مانورونه "څرگندي پارونې" دي. په اعلاميه کې زياته شوې چې دا ډير »يرغليز« او په مستقيم ډول شمالي کوريا ته متوجې تمرينونه په سيمه کې د »ترنګلتيا د زياتولو« هدف لري. زياته شوې چې شمالي کوريا به یې په غبرګون کې پريکړنده ګامونه پورته کړي. د شمالي کوريا حکومت په دې وروستيو کی د توغنديو يو لړ ازمويني تر سره کړي چې په ځواب کې یې متحده ايالاتو او سويلي کوريا د دوي د هوايي ځواک د "هوښيار طوفان " په نوم تمرينونه وغځول.