د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کي
طالبانو د داعش له خوا د افغانانو وژل غندلي
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» یا داعش له خوا د افغانانو احتمالي وژل په کلکه غندلي دي. طالبانو په خپله انترنت پاڼه کې هغه ویډیو چې پکښې د کلي مشران او نور اوسیدونکي په بم الوزول کیږي، وحشتناک عمل بللی. د دوی له خوا زیاته شوې ده چې له بندیانو سره باید دا ډول چلند ونه شي. ویل کیږي چې دغه فلم ښايي په جون میاشت کې په ننگرهار ولایت کې اخیستل شوی وي.
غزني: د څلورو یرغمل شویو جسدونه موندل شوي
د افغان چارواکو په حواله په غزني ولایت کې تیره اوونۍ د تښتول شویو څلورو تنو مړي موندل شوي دي. د غزني د امنیې قوماندانۍ مرستیال اسد الله انصافي د چهار شنبې په ورځ وویل چې دغه جسدونه په ناور ولسوالۍ کې موندل شوي. ويل شوي دي چې د وژل شوو کسانو درې يې هزاره گان او يو يې پښتون دی. په فیبرورۍ میاشت کې هم په زابل کې ۳۰ تنه هرازه گان تښتول شوي ول.
جیب بوش: له ایران سره اټومي تړون باید لغو شي
د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو کاندید جیب بوش به د ولسمشرۍ د ټاکنو په صورت کې له ایران سره رامنځ ته شوی اتومي توافق لغو کړي. د فلوریدا دې پخواني گورنر چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له خوا کاندید شوی، په لاس انجلس کې وویل: «دا یو غیر عاقلانه تړون دی.» هغه پر کانگرس غږ وکړ چې دغه تړون تايئد نه کړي، ځکه دا ایران ته د اتوم بمب جوړولو زمینه برابروي.
د ايټاليا سمندري ځواک نور مهاجر ژغورلي
په مدیترانه سمندر گي کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبېدو تر پيښي وروسته ښايي ۵۰ انسانان لا درک وي. د ايټاليا سمندري ځواکونو د لیبیا ساحل ته نزدې له یوې پلاستيکي کښتۍ څخه ۵۰ تنه مهاجر وژغورل. د ايټاليا د مطبوعاتو په حواله دغه کښتۍ هوا له لاسه ورکړې وه او نزدې وه چې ډوبه شي چې مرسته ورته ورسیده. د ژوندي ژغورل شویو په حواله په کښتۍ کې ټول ۱۰۰ تنه سپاره ول چې ۵۰ یې لا ورک دي.
«اسلامي دولت» ۲۲ تنه آسوریایان آزاد کړي
افراطي ډلې «اسلامي دولت» له دوی سره د څو میاشتو راهیسې بندي ۲۲ تنه آسوریايي عیساویان آزاد کړي دي. د بشري حقونو د څار د آسوریایي ټولنې له خوا ویل شوي چې آزاد کړل شوي د عیسویانو په هغه لږکۍ پورې اړه چې د ۲۰۰ تنو زیات غړي یې د فیبرورۍ په میاشت کې د سوریې د الحسکه ایالت د جابور سیمې څخه تښتول شوي ول. د «اسلامي دولت» ډلې سره د پاتې آسوریايي بندیانو د را آزادولو په اړه خبرې اترې رواني دي.