د ليبيا ساحلي ساتونکو ۷۵ مهاجرو نيولي
۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبهد اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، نيول شوي مهاجر د بنګله ديش، مراکش، سوماليا، الجريا او سودان هيوادونو اوسيدونکي دي.
د ليبيا د ساحلي ساتونکو وياند ايوب قاسم د شنبې په ورځ وويل دغه کسان په يوه ربړي کشتۍ کې سپاره ول چې د پلازمينې طرابلس لويديځ لور په ۱۱۰ کيلومترۍ کې ودرول شوه.
په تيرو پنځو مياشتو کې ۵۱۹ پناه غوښتونکي په مديترانې کې مړه شوي
د ویاند په خبره راګرځول شوو مهاجرو سره بشري او روغتيايي مرستې شوي او بيا په شمال لويديځ ښار زاويه کې د مهاجرو د توقیف مرکزونه ته وليږدول شول.
په ۲۰۱۱م کال کې د پخواني ديکتاتور معمر القذافي رژيم تر نسکوريدو وروسته، ليبيا د غيرقانوني مهاجرتونو له پاره پر يو ترانزيتي هيواد بدل شوی دی. مهاجر له مختلفو افريقايي هيوادونو ځانونه ليبيا ته رسوي او بيا د دغه هيواد له ساحلونو د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې په عادي کشتيو کې ځانونه اروپا ته رسوي.
د ليبيا ساحلي ساتونکي هڅه کوي د دغه ډول قاچاقي مهاجرتونه مخنيوی وکړي.