د ماشومانو نړیواله ورځ
د ماشومانو د نړیوال پیوستون، د هغوی د حقونو او د ژوند د ښه والي له پاره ملګرو ملتونو په ۱۹۵۹م کال کې د نوامبر۲۰ د ماشومانو نړیواله ورځ وټاکله. د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ۲۱۸ میلیونه ماشومان په کارونو بوخت دي.
په داسې حال کې چې د نوامبر میاشتې ۲۰ نیټه د ماشومانو نړیواله ورځ لمانځل کيږي، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۱۸ میلیونه ماشومان په کارونو بوخت دي. دوی ښوونځي ته له تګ او د ماشوموالي له لوبو محروم دي. ځینې یې د خوړو له پاره څه نه لري او له ډيرو ماشومانو څخه د دوی ماشومتوب اخیستل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې له ټولو ۲۱۸ میلیونو ماشومانو څخه نیږدې ۱۵۲ میلیونه ماشومان په شاقه کارونو او شاوخوا ۷۳ میلیونه نور بیا په خطرناکو شرایطو کې په کارونو بوخت دي. د کاریګر ماشومانو له ډلې څخه نیږدې نیمايي یې یوازې په افریقا کې دي.
د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې د ټولو هغو ماشومانو چې په کارونو بوخت دي نیږدې ۷۲ میلیونه یې په افریقايي هیوادونو، ۶۲،۱ میلیونه په آسیا، ۱۰،۷ میلیونه په امریکا، ۱،۲ میلیونه په عربي هیوادونو او ۵،۵ میلیونه ماشومان بیا په اروپايي هیوادونو کې په کار بوخت دي. ملګري ملتونه د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ کسان د ماشومانو په توګه تعریفوي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو پر اساس د ټولو ۱۵۲ میلیونو هغو ماشومانو له ډلې څخه چې په شاقه کارونو بوخت دي، نیږدې نیمايي یې د ۵ او ۱۱ کلنۍ ترمنځ دي. په دې ډله کې ۴۲ میلیونه یې د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ او ۳۷ میلیونه یې بیا د ۱۵ او ۱۷ کلنۍ ترمنځ دي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۱۵۲ میلیونو هغو ماشومانو له ډلې څخه چې په شاقه کارونو بوخت دي، ۸۸ میلیونه یې هلکان او ۶۴ میلیونه یې نجونې دي.
ملګرو ملتونو له ټولو کسانو، سازمانونو، ښوونځیو او سترو سوداګریزو شرکتونو غوښتي دي چې د نوامبر میاشتې پر ۲۰مه نیټه آسماني رنګ وکاروي څو له ماشومانو سره خپل پیوستون وښيي.
سربیره پر دې د نوامبر میاشتې پر ۱۹ نیټه، د نړۍ د خطر رپوټ هم خپور شو چې پکې راغلي چې د نورو عواملو په پرتله ماشومان له ناورینونو او جګړو ډیر کړیږي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې پکې ماشومان تر نورو ډیر د جګړو او نا امنیو له کبله اغیزمن شوي دي.