د مالیزيا پولیسو په لسونو روهنګیا مهاجر نيولي
۱۴۰۲ بهمن ۱۵, یکشنبهد پنجشنبې په ورځ ۱۱۵ روهنګیا او ۱۶ نور مهاجر چې ټول ېې نارینه ول، د مالیزيا د شمالي ښار پراک اړوند د بيدرو ښارګوټي کې د مهاجرو له یو موقت کمپ څخه وتښتېدل.
د مالیزيا د پولیسو یو مشر، محمد یوسري حسن بصري، د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د فبرورئ ۴ نيټه) وويل چې د خلکو تر اطلاع وروسته ېې لاس په کار شول او له شاوخوا ځنګلونو څخه ېې ۴۱ روهنګيا مهاجر نيولي دي: «موږ په دې باور يو چې ګڼ شمېر نور هم په ځنګلونو کې پټ دي.» حسن بصري وویل چې دغه مهاجر په «ستړي او ستومانه» حالت کې نيول شوي دي.
د پولیسو دغه مشر وويل چې ۱۶۵ پولیس او د مهاجرو ادارې پرسونل په ځنګله، سيندونو او کلیو کې د تښتېدلو مهاجرو د موندلو په موخه لټون کوي.
تر نيول کېدو وروسته دغه مهاجر توقیف ځایونو کې اچول کيږي چې د بشري سازمانونو په خبره د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله په کې بشري وضعیت ښه نه دی.
دا په مالیزيا کې دوهم ځل دی چې په ډېر شمېر کې مهاجر له موقتي هستوګنځای څخه تېښته کوي.
په ۲۰۲۲م کال کې شمالي ایالت پينانګ له یو توقیفځای څخه ۵۲۸ روهنګیا مهاجر تښتېدلي وو. شپږ مهاجر چې غوښتل له یوې لويې لارې واوړي وژل شوي ول او په سلونو نور بېرته نيول شوي ول.
روهنګیا مسلمان لږکۍ په میانمار کې د ۲۰۱۷م کال تاوتریخوالو له کبله بنګله دیش ته مهاجر شول چې يو شمېر ېې له هغه ځایه مالیزیا ته ځي. د فرانسې خبري آژانس په حواله دوی تر مالیزيا د میاشتو له پاره په اوبو کې سخت سفرونه کوي.
(AFP)mks/aa/
له آرشیف څخه: