1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مدني حقونو فعالانو پر ترمپ حقوقي دعوه کړې

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

د امريکا په متحده ايالاتو کي د مدني حقونو فعالانو د احتجاج کوونکو په وړاندي د پوليسو د چلن له کبله پر سپينه ماڼۍ حقوقي دعوی کړې ده. د دغي حقوقي دعوا متن د پنجشنبې په ورځ خپور کړل سو.

https://p.dw.com/p/3dID4
USA Proteste und Polizeigewalt nach Mord an George Floyd
انځور: Reuters/T. Brenner

دغه حقوقي دعوه د سپيني مانۍ مخي ته د احتجاج کوونکو په وړاندي د پوليسو د غبرګون او چلن له کبله سوې ده. د امريکايي مدني حقونو د اتحاد (ACLU) په نوم سازمان له خوا د دغي حقوقي دعوا متن د پنجشنبې په ورځ خپور کړل سو. د دغه متن له مخي هغه احتجاج چي په سوليزه توګه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می لومړۍ نېټه) د سپيني ماڼۍ ساحې ته نژدې رابلل سوی ؤ، د پوليسو له خوا د اوښکي بهوونکي ګاز او د احتجاج کوونکو په وړاندي له ربړي مرميو د استعمال په مرسته منحل کړل سو. احتجاج د پوليسو له خوا د نيول کېدنې پر وخت د تورپوستي امريکايي جورج فلويډ سره د پيوستون په مقصد جوړ سوی ؤ.

د (ACLU) سازمان د واشنګټن په فدرالي محکمه کي ياده حقوقي دعوا کړې ده. د رسنيو د راپورونو له مخي په دغه حقوقي دعوا کي د متحده ايالاتو د عدلي وزيز ويليم بر او د دفاعي چارو د وزير مارک اېسپر نومونه هم راغلي دي. د دغې دعوا له مخي د پوليسو له خوا و سپيني ماڼۍ ته نژدې د سوليز احتجاج په وړاندي عملياتو سره د امريکا د متحده ايالاتو په اساسي قانون کي تضمين سوي بنيادي حقونه تر پښو لاندي سوي دي.

USA Washington DC | Proteste gegen Polizeigewalt vor dem weißen Haus
احتجاج د پوليسو له خوا د نيول کېدنې پر وخت د تورپوستي امريکايي جورج فلويډ سره د پيوستون په مقصد جوړ سوی ؤانځور: imago images/UPI Photo/T. Katopodis

د (ALCU) سازمان يو وياند و (CNN) رسنۍ ته ويلي چي « د احتجاج کوونکو د نظر سره د اختلاف له کبله د ولسمشر له خوا د هغوی په وړاندي د شرم وړ، غير قانوني او غير لمسول سوي بريد زموږ د اساسي قانون هغه اساس لړزولی چي زموږ د ملت نظم ورباندي قايم دی.» په يو ټويټ کي غوښتنه سوې چي دحکومت سره بايد حساب وسي.

د امريکا د متحده ايالاتو د عدلي چارو وزير بر د پنجشنبې په ورځ د پوليسو له هغه عملياتو څخه دفاع کړې وه چي په په ترڅ کي يې د دوشنبې په ورځ و سپيني ماڼۍ ته نژدې احتجاج منحل کړی ؤ. د دغو عملياتو په ترڅ کي پوليسو په تاوتريخوالي سره احتجاج کوونکي د سپيني ماڼۍ له مخي شړلي ول. له دغه عملياتو څخه لږ وخت وروسته ولسمشر ترمپ و نژدې واقع کليسا ته ورغلی ؤ چي هلته يې انځورونه واخيستل سي. نوموړي د دغې کليسا مخي ته انجيل په لاس کي کېمرو ته پوزونه نيولي ول. د عدلي چارو وزير بر ويلي چي د ولسمشر له پاره بايد دا ممکنه وي چي له سپيني ماڼۍ څخه ووځي او نژدې عبادتځي ته ولاړ سي.

د (ACLU) سازمان ويلي چي د احتجاجونو پر وخت د امنيتي چارواکو له خوا د ژورنالستانو په وړاندي د تاوتريخوالي له کبله به بله حقوقي دعوا هم وکړي.

ډي پي اې/ا.ا./ګ.پ

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(01.06.2020 )