د مصرولسمشرپه غزې تراډه کي د ۲ ورځني اوربند طرحه وړاندي کړه
۱۴۰۳ آبان ۷, دوشنبهد مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د یکشنبې په ورځ د غزې په جگړه کي د یوه دوه ورځني اوربند طرحه وړاندیز کړه چي په ترڅ کي به «د حماس له خوا د څلورو یرغملو په بدل کي «د اسرائیل له زندانونو ځیني فلسطینيان آزاد» کړای سي.
د مصر ولسمشر، دغه وړاندیز پر ایران باندي چي د حماس او د لبنان حزب الله متحد دی، د اسرائیل له خوا تر هوايي بریدونو وروسته وکړ. د ایران پوځ تر دغو بریدونو وروسته، پر اسرائیل باندي د غچ اخیستني د چټک متقابل برید له ښکاره گواښ څخه ډډه وکړه او په غزه کي یې له حماس او لبنان کي یې له حزب الله سره د اسرائیل په جگړه کي یوه اوربند ته لومړیتوب ورکړ.
مصر د قطر او امریکا متحده ایالاتو ترڅنگ، د اسرائیل او حماس ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو اترو کي د یوه منځگړي په توگه عمل کوي. په پام کي وه چی د یکشنبې په ورځ په دوحه کي د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو او قطر ترمنځ خبري اتري پیل سي.
السیسي، په قاهره کي وویل چي د هغه د دوه ورځني اوربند په هکله تر وړاندیز وروسته، باید د لسو ورځو په ترڅ کي لا ډیري خبري اتري وسي. هغه د دغو خبرو اترو هدف «بشپړ اوربند ته لاس رسی او غزې تراډې ته د مرستو رسول» وبلل.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اومه پر اسرائیل باندي د حماس له ترهگري برید راهیسي، تر اوسه لا له حماس سره په لسونو کسان يرغمل پاته دي. د دغو یرغملو د آزادۍ له پاره له حماس سره هوکړي ته د لاس رسي په اړه د اسرائیل پر صدراعظم بنیامین نیتانیاهو باندي فشارونه ډیر سوي دي.
اسرائیل د یکشنبې په ورځ، د یهودي جنترۍ له مخي د حماس د دغه برید یادون وکړ. په دغو مراسمو کي د یرغملو له غوسې ډکو خپلوانو د څه د پاسه یوې دقیقې له پاره د نتانیاهو وینا قطع کړه.
د اسرائیل د دفاع وزیر یوآف گالانت، په یوې وینا کي وویل چي د یرغملو د آزادۍ له پاره »له درده ډک امتیاز ورکولو« ته اړتیا ده. هغه ټینگار وکړ: «یوازي په پوځي عملیاتو سره سړی نه سي کولای ټولو اهدافو ته ورسیږي.»
حماس چي د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او د ډیریو نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگري سازمان په توگه درجه بندي سوی دی، د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر پر اومه پر اسرائیل باندي ستر بریدونه ترسره کړل.
داسرائیل له خوا ورکول سوو ارقامو له مخي، په دغو بریدونو کي ۱۲۰۶ کسان ووژل سول او ۲۵۱ نور غزې ته يرغمل وتښتول سول.
ویل کیږي چي ۹۷ یرغمل سوي کسان لا په غزې تراډه کي د حماس په بندیگرت کي دي، خو د اسرائیل د پوځ د اټکل له مخي د هغوی له ډلي څخه ۳۴ کسان وژل سوي دي.
GP/NZ/AG