د مينانو په ورڅ د سفر غوره ځايونه
د مینانو ورځ د فیبرورۍ پر ۱۴نېټه لمانځل کيږي. ځيني عاشقان غواړي په دغه ورځ يوه بل ښار يا په خپل ښار کي سفر پلان کړي. دغه ځايونه کيدای سي دوی ته جالب وي:
په وینس کې یوه شپه
د ایټالیا د وينس ښار چې پر سمندر آباد دی، د مینې ډېر داستانونه لري. کمپوزر يوهان سټراوس « په وینس کې یوه شپه» تر نوم لاندې يو هنري اثر هم په دې اړه وړاندې کړی. دلته په کوچنيو کښتيو کې چې گوندل هم بلل کیږي، چکر څانگړی خوند لري. سیمه ایزې افسانې وایي چې مینان به ابدي مینې ته ورسېږي که چېرې دوی د لمر لویدو پر وخت د سینټ مارک کلیسا د زنګ وهلو پرمهال یوبل ښکل کړي.
په روم کې سکه وغورڅوۍ
د افسانو له مخې که تاسو ايټاليا ته د سفر پر وخت د اوبو ډېر مشهور حوض «تروې» ته درې سکې وغورځوئ نو تاسې به له خپلې مينې سره واده وکړئ. د اوبو دې حوض د فیډریکو فیلیني د «لا ډولس ویټا» په مشهور فلم کې یوه تاریخي صحنه جوړه کړې. په دې صحنه کې اداکاره انیتا ایکبرګ په ټریوي چینه کې لامبي- هغه څه چې په حقیقت کې په کلکه منع دي.
په فرانکفورت کې خپله مینه قفل کړئ
د المان د تجارتي ښار په سیاحتي ساحه کې، بې شمېره جوړې د «آیزرن شتیک» په پل کې په یو قفل کې چې د نومونو لومړي توري یې پکې کيندل شوي وي، قفل کوي او کیلي یې «مین سیند» ته غورځوي. مينان په دې عقيده وي چې دې توگه یې مينه تلپاتې کیږي. دا رومانتیک گام منفي اړخونه هم لري. په پاریس کې ورته پل چې ټرینونه هم ورباندې تریدل د ډېرو قلفونو او وزن له کبله ړنګ شوی وو.
پاریس: د سین په اوږدو کې قدم ووهئ
د نولسمې پیړۍ په لومړیو کې، د فرانسې ښار له رومانتیک هنري او ادبي آزادۍ څخه برخمن شو. تر نن ورځه پورې د پاریس یا په اصطلاح د مینې ښار له رومانس څخه له پامه نه دی غورځول شوی. د رومانس یا میني لپاره غوره ځای د سین سیند په اوږدو کې قدم وهل دي. دا هم مه هېروئ چې پاریس په نړۍ کې یو له داسې ځایونو څخه دی چې د مینې عمومي نندارې ته ښه راغلاست ویل کېږي.
د آيسلند گرمې اوبه
د آيسلند پلازمينې ته څېرمه يو نيلي رنگه لاگون پروت دی. دغه اوبه چې د تودوخې درجه یې ۲۴ سانتي گراد ده، لامبو پکې خپل ځانگړی خوند لري. دلته په گرمو اوبو کې د لامبلو ترڅنگ سړی له طبيعي ښکلا هم ډېر خوند اخیستلی شي.
د آرامېو په موخه لیزبون ته سفر کول
پر غونډيو رنگا رنگ کورونه، په تنګو کوڅو کې شرابخانې او د سمندر په زړه پورې منظرې، د پرتگال پلازمینه د رومانتيک سفر لپاره مناسب ځای دی. د دې ښار د ريلونو منفرد سیسټم هم په ليدو ارزي. سيالانيان بايد په کې سفرونه وکړي.
د المان الپ غرونه
لاس په لاس د ۲۰۰۰ مترو په ارتفاء کې د الپ غرونو ننداره وکړئ. په «الپسپي ايکس» پليټ فارم درېدل خپل څانگړی احساس لري. دا ډېر جالب سفر د (الپسپتزبان کیبل) لومړني تمځای څخه پیلیږي او سړی یې په ترڅ کې له له ښکليو درو ځخه تېرېږي.
يو بل ډول ساحل
مینان کولی شي د تورې شګې په نه ختمیدونکي ساحلونو کې آرام ځایونه ومومي. د کانري اورغورځونکي ټاپوګان اوس د هسپانیا برخه ده. د« فویرټونتورا» ټاپو تر نورو زوړ ګڼل کیږي، چې شاوخوا ۲۰ ملیون کاله دمخه د افریقا په ساحل کې د آتشفشان په جریان کې رامینځته شوی. دلته له اوږدې مودې راهیسې هیڅ آتش فشان نه دی رامنځته شوی، خو دلته لاهم سړی د خپلو پښو لاندې کافي تودوخه احساسوي.
په ویانا کې پر آس وګرځئ
د اسونو ګاډی واخلئ چې دلته د فایکر په نوم پیژندل کېږي، شونبرون ماڼۍ (په انځور کې) یا د پریټر تفریحي پارک ته ولاړ شئ. پر آس او يا هم په گوندل کښتیو کې چکرونه ووهئ. ويانا د خپلو قهوه خانو له پاره هم شهرت لري.
په هیلسنکي کې د تېنګو نڅا
د نڅا ځای ته ورګډیدل به دا وښیې چې تاسو له یو بل سره څومره همغږي لرئ. فنلنډي تېنګو ګډا ډیره آرامه ده او د ځینو په وینا، د کلاسیک ارجنټاین سټایل په پرتله یې زده کول هم آسان دي. فنلینډ په ډېره کمه کچه په نړۍ کې د تنګو د دوهم هیواد په توګه پېژندل کېږي، خو د زرو جهيلونو هېواد په توګه مشهور دی.