د م. م کارمند له ماشومانو د جنسي سو استفادې په جرم زنداني شو
۱۳۹۸ تیر ۱۸, سهشنبهد سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۹مه نیټه) په نیپال کې د محکمې یوه چارواکي وویل چې د ملګرو ملتونو یو پخوانی کارمند او د کاناډا هیواد تبع له دوو ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په تور په نهه کاله بند محکوم شوی دی.
د پیټر ډالګلیش په نامه د ملګرو ملتونو دغه پخوانی کارمند تیرکال د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې خپل کور ته څیرمه نیول شوی وو او د تیرې جون میاشتې په ترڅ کې د دوو هلکانو چې عمرونه یې ۱۲ او ۱۴ کلونه ښوول شوي، د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې په جرم تورن شوی وو.
د نیپال د پلازمیني کټمنډو په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت د کاوري ولسوالۍ په محکمه کې د اطلاعاتو افسر ټاکر ناټ ټریټال وویل: «نوموړی په یوه پیښه کې په نهه کاله بند او په بله پیښه کې بیا په اوه کاله بند محکوم شوی دی.» ټاکل شوې دواړه پریکړې به په یوه وخت کې عملي کیږي نو له دې کبله به د ملګرو ملتونو دغه کارمند د نهو کلونو له پاره په زندان کې وي.
د ډالګلیش وکیل بیا وویل چې موکل یې چې د دوشنبې په ورځ په خپله هم د محکمې د پریکړې پرمهال په محکمه کې حاضر وو، د محکمې له خوا مجرم نه دی پیژندل شوی او له دې کبله هغه به د استناف غوښتنه وکړي. د نوموړي وکیل راهول چپاګاین وویل: «په دغه دوسیه کې د پلټنو پرمهال اړوندې پروسې نه دي عملی شوي.»
په محکمه کې د اطلاعاتو افسر ټاکر ناټ ټریټال همدا راز زیاته کړې چې محکمې ډالګلیش مکلف کړی څو یادو دواړو ماشومانو ته ۹۱۰۰ امریکايي ډالر جبران خساره هم ادأ کړي.
ډالګلیش په نیپال کې د بې وزله کورنیو له ماشومانو سره د مالي مرستو په ورکولو سره مرسته کوله. نوموړي تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له هبیتات او همدا راز په لیبریا کې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره دنده ترسره کړې ده.
Rueters / kh-wa