د نړۍ او سيمې مهم خبرونه په متن او انځور کې
د کورنيو چارو افغان وزير هم له طالبانو سره ليدلي
د افغانستان د کورنيو چارو وزير، ويس احمد برمک، د رويترز خبري اژانس په حواله، نن شنبه، په پلازمېنه کابل کې د طالبانو له جنګياليو سره ليدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت او طالبانو د اختر د ورځو په ترڅ کې په بې ساري توګه اوربند اعلان کړی دی چې په لسګونو بې وسلې طالبان افغان پلازمېنې ته ورغلي او د اختر مراسم يې لمانځلي دي. عامو خلکو له حکومت او طالبانو څخه غوښتي دي چې دغه اوربند دې وغځول شي.
سالويني غواړي آلمانۍ ژغورونکې کښتۍ هم پرې نه ږدي
د ايټاليې د کورنيو چارو وزير، ماتېو سالويني، غواړي چې د دوو آلماني کښتيو په شمول نورو ژغورونکو کښتيو ته هم د خپل هېواد و بندرونو ته د ورتللو اجازه ورنه کړي. په فيسبوک کې سالويني د «سي آي» او «ميشن لايف لاين» په نوم د نادولتي ټولنو د کښتيو نومونه واخيستل. د خارجيانو ضد د لېګا په نوم ګوند پورې مربوط دغه مرستيال حکومتي مشر، د کښتيو پر چلونکو تور پورې کړ چې د قاچاقچيانو له کړو څخه په دې ملاتړ کوي.
امريکايي چارواکو د ناقانوني کډوالو ۲۰۰۰ ماشومان له والدينو بېل کړل
د اپريل مياشتې له نيمايي د می مياشتې تر پايه پورې د متحده آيالاتو چارواکو تقريبا ۲۰۰۰ هغه ماشومان له خپلو والدينو بېل کړي دي چې هڅه يې کوله په ناقانونه توګه د امريکا د متحده آيالاتو له سرحد څخه واوړي. دغه خبره د متحده آيالاتو د کورنيو چارو وزارت کړې ده. يو څو مياشتې مخکې د ترمپ تر مشرۍ لاندې حکومت «د نه زغم» د سياست په ترڅ کې په دې لاس پورې کړی و چې له ناقانونه کډوالو څخه ماشومان بېل کړي.
زېهوفر د بامف مشره، کورد، ګوښه کړه
د آلمان د کډوالۍ او مهاجرو د چارو د ادارې مشره، يوتا کورد، له خپلې دندې څخه ګوښه شوې ده. د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر، د وزارت د يوه وياند په حواله د کډوالو د ادارې مشرتابه ته د چارشنبې په ورځ لا ويلي ول چې هغه به ګوښه کړل شي. د کورد د ځای ناستي په هکله به هم ډېر ژر تصميم ونيول شي. کورد د ۲۰۱۷ کال د شروع کېدو راهيسې د ادارې مشري کوله.
چين د تجارتي لانجې په لړ کې ځان پياوړی خو خبرو ته چمتو ښيي
د امريکا له متحده آيالاتو سره په تجارتي لانجه کې چين خپل د متقابلو تعرفو پلان دقيق کړی دی. د امريکا د متحده آيالاتو په څېر د چين ولسي جمهوريت هم د جولای مياشتې له شپږمې څخه غواړي چې د ۵۰ مليارډه ډالرو په مقدار د اموالو په سر تعرفې واخلي. د چين د سوداګرۍ وزارت ويلي دي چې «تجارتي جنګ» نه غواړي، خو بايد «سخت متاقبل اقدام» پورته شي. په دولتي رسنيو کې پر ولسمشر، دونالد ترمپ، باندې سخت انتقادونه شوي دي.
په يمن کې د حديده هوايي ډګر ونيول شو
په يمن کې د ياغيانو د اصلي ښار، حُديده، په سر په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائيتلاف د خپلو څرګندونو په حواله ستراتيژيک اهميت لرونکی هوايي ميدان نيولی دی. د يمن د تبعيد شوي حکومت استازو وويل چې تر اوسه د حوثي ياغيانو تر ولکې لاندې هوايي ډګر آزاد کړل شوی دی. له مخې يې کارپوهان اوس په دغه ځای کې د ماينونو د پاکولو کار شروع کوي.
د فرانسې د ماليې وزير د يورو په اړه د مېرکل وړانديز «کافي» ونه باله
فرانسه په اروپايي ټولنه کې د اقتصادي اصلاحاتو په لړ کې د يورو د زون د هېوادونو له پاره يوه ځانګړې بودجه غواړي څو له بحران ځپلو هېوادونو مرسته ممکنه شي. د فرانسې د ماليې وزير، برونو لې مېر، د آلمان د صدراعظمې مېرکل دغه وړانيز چې داسې هېوادونه دې په لنډمهال د يورو د ژغورنې د صندوق تر چتر لاندې راشي، يوه جالبه مفکوره وبلله چې په خبره يې «کافي نه» ده.
فوټبال: فرانسې آستراليا ۲: ۱ ماته کړه
مخکښه هېواد فرانسې په روسيه کې د فوټبال د نړيوال جام په لړ کې په سختۍ سره بريا لاس ته وروړه. د روزونکي ديدير دېشامپ لوبډلې آستراليا ۲: ۱ ماته کړه. برحاله نړيوال اتل هېواد آلمان د يکشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې له مکسيکو سره مخامخيږي.