د نړۍ تر ټولو ستر نظامي پرېټونه
پوځي رسم ګذشت نندارې ته د پوځي قدرت وړاندي کولو په موخه وي. په دې کي تر ټولو خطرناکه وسلې او تکړه عسکر په ځانګړو ملي ورځو نمايش ته راايستل کيږي. تر ټولو لوی پوځي پرېټونه لرونکي هيوادونه دلته وپېژنئ:
شمالي کوريا
په شمالي کوريا کي د کاله څو ځله ستر پوځي رسم ګذشتونه جوړيږي. کومې وسلې چي په دغه هيواد کي نندارې ته وړاندي کيږي هغه د نړيوالې ټولنې له پاره په يو سرخوږي اوښتي دي. شمالي کوريا وايي چي د اتومي خولۍ لېږدونکي يو شمېر توغنديو څښتن دی.
چين
په چين کي هم د پوځي رسمت ګذشت جوړولو دود ډېر مهم دی. خو په ۲۰۱۲ کال د شي جينپينګ تر ولسمشر کېدو وروسته په دغو پرېټو کي زياتوالی راغلی دی. چين په دغو پرېټونو کي خپل عسکر او تر ټولو عصري وسلې نندارې ته وړاندي کوي.
هند
د جنورۍ ۲۶مه نېټه په هند کي يوه ملي ورځ ده. زيات هنديان دغه ورځ بې پوځي رسم ګذشته تصور نه سي کولای. په دغه پوځي پرېټ کي نه يوازي دا چي د هند پوځي قدرت نندارې ته وړاندي کيږي، بلکي د هند بېلابېل رنګونه او بېلابېل کلتورونه هم ښودل کيږي.
روسيه
روسيه د می مياشتي پر ۶مه نېته پر نازي آلمان د بريا ملي ورځ لمانځي. روسيه په دغه ورځ نړۍ ته خپل پوځي قدرت د يوه ستر پوځي پرېټ په شکل کي نندارې ته وړاندي کوي.
فرانسه
فرانسويان د جولای مياشتي پر ۱۴مه خپله ملي ورځ لمانځي. په دې ترڅ کي د پلازمېني پاريس پر شامپس اليزې سړک يو لوی پوځي پرېټ هم کيږي چي پخپله د فرانسې ولسمشر هم پکښي برخه لري.
امريکا متحد ايالات
په امريکا متحدو ايالاتو کي څو ځله لوی پوځي پرېټونه جوړ سوي دي، چي وروستی تر ټولو لوی رسم ګذشت په ۱۹۹۱م کال کي په خليج کي د امريکا د بريا په مناسبت جوړ سوی وو.
اوکراين
اوکراين هر کال د اګست مياشتي پر ۲۴مه نېټه په پلازمېنه کيف کي د خپلواکۍ ورځ د يو لوی پوځي پرېټ په ترڅ کي لمانځي. دغه رسم ګذشت په ۱۹۹۴م کال کي په لومړي وار جوړ کړل سو. دغه هيواد په ۲۰۱۶ کال کي خپله د خپلواکۍ ۲۵مه ورځ ولمانځله.
رومانيا
په رومانيا کي هر کال د دسمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه يو لوی پوځي پرېټ په پلازمېنه بخارست کي جوړيږي. دغه ورځ د ملي يووالي د ورځي په نوم ياديږي.
وينيزويلا
وينيزويلا په ۱۸۱۱م کال کي له هسپانيا څخه خپلواکي تر لاسه کړه. د دغې ورځي په مناسبت په کال کي يو وار په پلازمېنه کاراکاس کي يو لوی پوځي پرېټ تيريږي.