د نړۍ تر ټولو سخت کار
چټلي، ګرد او ګرمي: په اندونيزيا کې د سلفرو په کانونو کې کار ډير سخت دی. په ختيځ جاوا ټاپو کې کارکونکي د يوه فعال اورشيندونکي څخه دغه ژړ رنګه مواد راباسي او په دې توګه خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
ډيره زياته تودوخه
د جاوا په ختيځ کې د «ايجن» اورشيندونکی د سلفرو يا ګوګردو يوه ښه سرچينه ده. د ۲۶۰۰ ميتره لوړ اورشيدونکي په خوله کې د ۲۰۰ ميترو په ژوروالي کې د ګوګردو تيزاب پراته دي چې ګاز ترې راپورته کيږي.
آسماني رنګه معجزه
دغه کابو ۲۰۰ سانتې ګراد ګرم سلفري ګاز تر پورته کيدو وروسته اور اخلي او په تياره کې يوه آسماني رنګه کمان جوړوي. د اورشيندونکې په خوله ولاړ دغه کارکوونکې سهار وختې د اصلي کار د پیليدو ترمخه له دې نندارې څخه خوند اخلي.
وژونکي ګازونه
دا چې ولې دې کار ته د نړۍ تر ټولو خطرناک کار ويل کيږي؟ علت یې دادی چې زهرجن ګازونه د کارکونکو سږي او پوست سوځوي. دوی بې له کومو ځانګړو ساتونکو جامو په دې کان کې کار کوي او وژونکي ګازونه تنفس کوي.
سره زر
کارکونکي له ځمکې څخه راپورته کيدونکې د سلفرو بخار د پايپونو له لاري کان ته ليږدوي او هلته یې بیا يخوي. هوا دغه بخار په کلک ژړ رنګه کرستال بدلوي. په آخر کې بيا د ګوګردو دغه تيږې په يوځای کې دېره کيږي.
دروند پيټې
دغه کارکوونکي کابو ۸۰ کيلوګرامه درنې تيږې پر اوږه ايښي دي. دی دا پيټې په يوه کنډو کپر لاره کې په داسې حال کې چې ربري موزې یې هم پر پښو دي، ۴ کيلومتره لیري انتقالوي. دا کار د مرګ خطر لري.
د مرګ له خطر سره مخ کارکوونکي
د اورشيندونکي کان په خوله کې په کار بوخت دا کارکوونکي ډيري وخت بېسده کيږي. د ګوګردو بخار یې سږو او سر ته پورته کيږي. دلته تر کار يو څو مياشتي وروسته سړی د بوی او خوند حسونه له لاسه ورکوي. په تيرو۴۰ کالو کې دلته ۷۰ تنه مړه شوي دي.
په زړو ميتودونو د منابعو استخراج
دغه ژيړ مواد په فابريکو کې د بورې په سپينولو، د اور لګيت او سرې په جوړولو کې کارول کيږي. تر۱۹ پيړۍ پورې په ايټاليا، نوي زيلاند او چلي کې سلفر په دغه راز ميتود سره رایستل کيدل. خو د اورشيندني د پيښو او د کان کيندني د عصري ميدودونو له کبله دغلته دې کار خپل اهميت له لاسه ورکړی دی.
آيا د سلفرو د کيندونکي عايد ښه دی؟
دغه کارگر د ورځي له ۷ تر ۸ يورو پوري پيسې پيدا کوي. دغه مزد په اندونیزيا کې د ژوند له پاره کافي هم دی. خلک هم دې کان کيندونکو ته د دوی د سخت کار له وجې په درنه ستره ګوري. په دې توګه دغه کارکوونکي د نړۍ د تر ټولو سخت کار له پاره کافي دلايل لري.