د نړۍ توريستي ځايونه چې کرونا پر مطلقه چوپتيا بدل کړي دي
که د نړۍ مشهورو توريستي ځايونو ژبه درلودی نو د اوسني وضعيت له امله به یې د حيرانتيا ګوته په غاښ کوله. په نړۍ کې اکثره مشهور توریستي ځايونه چې نور کله به له سیلانيانو ډک وو اوس په کې بشپړ سکوت حاکم دی. انځورونه يې وګورئ!
۱- مونشن؛ د مورين ميدان، مونشن
د آلمان په مونشن ښار کې د مورين ميدان د سياحتي مشهورو سياحتي ځايونو څخه يو دی. د کرونا له امله اوس دغه سيمه خالي ده. يوازې د پوليسو يو موټر په کې ليدل کيږي.
۲ - اسپانيايي زينې؛ روم، ايټاليا
روم د سیاحتي ځايونو له اړخه يو غني ښار دی. اسپانيايي زينې د دغه ښار د مشهور سياحتي ځايونو څخه يو ځای دی. هر سيلانی چې روم ته ځي د اسپانيايي زينو ليدل يې حتمي وي، خو کرونا دغه ځای د خلکو له شتونه خالي کړي دی.
۳ - د رامبلا واټ؛ بارسيلونا، هسپانيا
د رامبلا واټ به نور کله نه يوازې د زرونو سيلانيانو څخه ډک وو، بلکه د پراخو مظاهرو شاهد به هم وو. حتی په وروستيو کې دغه واټ د سختو اعتراضونو شاهد وو، د دوی اعتراض د بهرنيو سيلانيانو د خطرناکو عواقبو په اړه وو.
۴ - د پاریس ښار شانزليزه واټ
شانزه ليزه نه يوازې د پاريس ښار بلکه د نړۍ يو مشهور واټ هم دی. دغه واټ پاريس ښار ته د تلونکو سيلانيانو يو مقصد دی. نن ورځ شانزه ليزه هم په بشپړه سکوت کې قرار لري.
۵ - د برج پُل، لندن
د لندن ښار يو تر ټولو مشهور سياحتي ځای د برج پُل دی. دلته به چې نور کله د سيلانيانو سخته ګڼه ګوڼه وه د کرونا بحران په داسې چوپتيا بدل کړی دی.
۶ – ايا صوفيه، استانبول
د ترکيې په استانبول ښار يو نامداره توریستي ځای ایا صوفيه ده. په عادي ورځو کې د دغې تاريخي ودانۍ مخه د سيلانيانو څخه ډکه وي. د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره په شپږمه ميلادي پيړۍ کې ايښودل شوې. دلته هم اوس څوک نه ترسترګو کيږي.
۷ - مسکو، تورسکایا
تورسکايا د مسکو ښار له مشهورو واټونو څخه يو دی. خو په دغو ورځو کې پر دغه واټ يوازې هغه کسان ترسترګو کيږي چې پر واټ د عفونت ضد درمل شيندي.
۸ – قاهره؛ د ثلاثه اهرامونه
د مصر ثلاثه اهرامونه هم په دغو ورځو کې له سيلانيانو خالي دي. په دغو ورځو کې دلته يوازې هغه مامورين ليدل کيږي چې د عفونت ضد درمل شيندي.
۹ – کعبه؛ د حج مراسم
کرونا ويروس پر مذهبي مراسمو هم ورته اغيز کړی دی. هر کال شاوخوا ۳ ميليونه مسلمانان يوازې د حج مراسمو د ترسره کولو له پاره سعودي عربستان ته ځي. خو د کرونا بحران له امله اوس په دغه مقدس ښار کې هم د خلکو پر ګرځيدو محدوديتونه ليږدلي دي.
۱۰ – آګره؛ تاج محل
د هندوستان تاج محل چې نور کله به د زرونو سيلانيانو څخه ډک وو نن سبا په کې يوازې هغه سرتيري ليدل کیږي چې له دغه ځایه ساتنه کوي.
۱۱ - نیویورک؛ د ټايمز میدان
د نيويارک ښار چې ويل به يې هيڅ نه بيده کيږي، نن ورځ په کې داسې چوپه چوپتيا او د خلکو له خالي دی. د ټايمز ميدان يې يو مشهور ځای دی. نيويارک، په امريکا کې د کرونا ويروس د خپريدو ځای ګڼل کیږي.
۱۲ - ریو دې ژنیرو؛ کوپاکابانا
د برازيل د ريو ښار په دغه ساحل کې به چې په عادي ورځو کې د پل ايښودو ځای نه وو، اوس په کې څوک نه لیدل کيږي. دلته اوس یوازې د سمندر د څپې غږ دی، نور بشپړه سکوت حاکم دی.
۱۳ – سيدني د اپرا تالار
د استراليا د سيدني ښار او په ځانګړې توګه د اپرا تالار به يې ښايي هيڅ کله داسې خالي نه وو ليدل شوی. دلته اوس د موسيقۍ او تياتر پروګرامونو درک نه شته.
۱۴ - چين ديوال
د کرونا ويروس په خپريدو سره، د چين ديوال څخه ليدل ممنوع وګرځول شول. خو د مارچ مياشتې په وروستيو کې د دغه ديوال ځېنې برخې بيرته د سيلانیانو پر مخ پرانیستل شوې.