د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
مېرکل: ۲۰۱۶ د سختو ازموينو کال وو
د نوي کال په پلمه د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل پر آلمانانو باندې د ډاډمنتيا او باورتيا غږ کړی دی. د حکومت د مشرې په وينا کې راغلي وو چې «تر ټولو سخت امتحان» په ۲۰۱۶ کال کې «بې له شکه اسلامپاله ترهګري» وه. په تېره د برلين پر کريسمس بازار باندې د بريد په تړاو چې ۱۲ انسانان يې ووژل، د «سي ډي يو» ګوند مشرې ټينګار وکړ چې دولت هر هغه څه کوي څو خپلو وګړو ته د امنيت تضمين په آزاده فضا کې وشي کولای.
په بغداد کې بريدونو مرګژوبله اړولې ده
د عراق په پلازمېنه بغداد کې غبرګو بريدونو لږ تر لږه ۲۵ انسانان وژلي او ډېر نور ژوبل کړي دي. د کورنيو چارو وزرات په حواله دوه بريدونه شوي دي چې يو بريد د ځانمرګي بريدګر په واسطه تر سره شوی. تر اوسه پورې يې چا پړه نه ده منلې. په تېرو وختونو کې د «اسلامي دولت» په نوم ترهګرې ډلې په بغداد کې تل ملکي خلک په نخښه کړي ول. عراقي ځواکونه اوسمهال هڅه کوي چې داعش له موصل ښاره څخه وباسي.
د سوريې اوربند تر ډېره ټينګ دی
په سوريه کې د روسیې او ترکيې په منځګړيتوب پلی شوی اوربند تر ډېره ټينګ دی، يوازې کله ورڅخه سرغړونه شوې ده. د بشري حقونو له پاره د سوريې څارونکي سازمان د پوځ او ياغيانو تر منځ په هما ولايت کې او د پلازمېنې دمشق په شاوخوا کې د نښتو خبر ورکړی دی. روسيه په ملګرو ملتونو کې د خپل سفير، ويتالي چورکين، په قول هڅه کوي د يوه پرېکړه ليک د لارې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا ملاتړ خپل کړي.
ميولر: پرمختيايي مرستې بايد د فشار وسيله نه وي
د آلمان د پرمختيايي چارو وزير دا خبره ردوي چې تونس ته دې د پرمختيايي مرستو د کمولو ګواښ وشي، څو دغه هېواد خپل رد شوي پناه غوښتونکي بېرته ومني. ميولر د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې هغه به خپله په «ډېر ټينګار» سره د دې غم وخوري چې تونس خپل مسووليتونه تر سره کړي. خو د دغه وزير په خبره د پرمختيايي همکارۍ د پروګرامونو کمېدل د ګټې پر ځای تاوان لري.
ټرمپ پوتين ډېر زيات وستايه
د متحده آيالاتو منتخب ولسشمر، دونالد ټرمپ، د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، تر حده زيات ستايلی دی ځکه چې د نويو امريکايي بنديزونو سربېره يې اوسمهال متقابل اقدامات نه دي پورته کړي. ټرمپ د تويتر د لارې وليکل چې «دا يو ډېر عالي ګام» دی او دا چې دی تل پوهېده چې پوتين «ډېر هوښيار» دی. پوتين، له متحده آيالاتو څخه د روسي ديپلوماتانو تر شړل کېدو وروسته ويلي ول چې دی به په ورته يو اقدام لاس پورې نه کړي.
د امريکا د برېښنا پر يوه شرکت باندې هېکري بريد
د متحده آيالاتو په وېرمونت آيالت کې د برېښنا په يوه شرکت کې يو کمپيوټري ويروس وموندل شو. د بورلينګټن ښار د برېښنا شرکت وويل چې داسې يو لاپټاب په ويروس اخته شوی دی چې د انرژۍ له مزو سره البته وصل نه دی. د شوو څرګندونو له مخې هغه يو مضر کمپيوټري پروګرام دی چې د «ګريزلي سټېپ» په نوم له يو هېکري پروګرام او په يوې روسۍ څارګرې ادارې پورې تړاو لري.
په ترکيه کې مشهور ژورناليست، احمد سيک، ونيول شو
يوې ترکۍ محکمې د يوه مشهور منتقد ژورناليست د نيولی امر کړی دی. دولتي خبري اژانس انادولو خبر ورکوي چې احمد سيک بايد د «جمهوريت» په نوم د اپوزيسيون په ورځپاڼه کې د ليکنو له کبله بندي شي چې پکې يې پر ترکي استخباراتو باندې انتقاد کړی وو. بل تور ورباندې دا دی چې د يو کيڼ اړخي ګوند او د اسلامي واعظ، فتح الله ګولن د شبکې له پاره يې تبليغات کړي دي.