د نړۍ لس تر ټولو ککړ ښارونه وپېژنئ
د اقليم بدلون نن سبا په يوه حقيقت اوښتی دی. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په ټوله دنيا کې په ميليونو کسان د هوا د ککړتيا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې انځوريز البوم کې د نړۍ لس تر ټولو ککړ ښارونه وپېژنئ.
۱۰ - کراچۍ، پاکستان
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې لسم مقام د پاکستان د کراچۍ ښار لري
۹- اولان باتور، منګوليا (مغلستان)
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې نهم ځای د منګوليا د اولان باتور ښار لري
۸ - هوچي مين ښار، ويتنام
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې اتم مقام د ويتنام د هوچي مين ښار لري
۷ - قاهره، مصر
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې اووم مقام د مصر د قاهرې ښار خپل کړی دی
۶ - کابل، افغانستان
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې شپږم مقام د کابل ښار لري
۵ - غازي آباد، هندوستان
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا په فهرست کې پنځم ځای د هندوستان د غازي آباد ښار لري
۴ - ډهکه، بنګله دېش
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې څلورم مقام د بنګله دېش د ډهکې ښار لري
۳ - فريد آباد، هندوستان
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې دريم مقام د هندوستان د فريد آباد ښار لري
۲ - کتمندو، نېپال
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې دويم مقام د نېپال د کتمندو ښار لري
۱ - تېتوو، مقدونيه
په ۲۰۱۸ م کال کې د هوا د ککړتيا له مخې لومړی مقام د مقدونيې د تېتوو ښار خپل کړی. يادونه: د دې انځوريز البوم معلومات له نومبېو ټکی کام پاڼې څخه اخيستل شوي دي.