د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
۲۷۱ روسي ورزشکاران د المپیک په لوبو کې ګډون کوي
روسیه کولای شي چې د المپیک لوبو ته ۲۷۱ ورزشکاران واستوي. د دغه هیواد د ورزشکارانو شمیر د دوپینګ موضوع پورې تر تړلو جنجالونو وروسته راټيت شو. د جمعې په ورځ په ریو دې جینیرو کې د المپیک لوبو تر پیلیدو مخکې روسیې د المپیک له نړیوالې کمیټې څخه د هغو ورزشکارانو نوملړ ترلاسه کړ چې له دوپینګ پاک بلل شوي او په سیالیو کې یې د ګډون اجازه ترلاسه کړې ده.
په بریتانیا کې د کار بازار سقوط کړی دی
یوه څیړنه ښيي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا تر وتلو وروسته، د دې هیواد د کار بازار د سقوط په حال کې دی. د REC موسسې په دې څیړنه کې راغلي دي چې تیره میاشت په بریتانیا کې د غیر ثابت کارونو شمیر د ۲۰۰۹ کال تر کچې هم ټیټ شوی دی. د دې موسسې مشر کیوین ګرین، ویلي دي چې د کار په بازار کې د دې سقوط لامل هغه اقتصادي بدلونونه دي چې بریتانیا ورسره له اروپایي ټولنې تر بیلیدو وروسته مخامخ شوې ده.
شتاین مایر ترمت د نفرت مبلخ وبله
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ترمپ، د «نفرت مبلغ» بللی دی. هغه په روستوک کې وویل چې په نړۍ کې د ناسیونالیزم پراختیدو اندیښمن کړی دی. هغه ویلي دي چې د ترمپ په څیر د نفرت تبلیغوونکي د انسانانو له ویرې سره لوبې کوي. د شتاین مایر په خبره دا موضوع د ټولنې له پاره خطرناکه ده.
په آلمان کې د ترکي پناه غوښتونکو شمیر لوړ شوی
ډیر شمیر ترکان په خپل هیواد کې د تشنجونو له ډیریدو سره په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي. د «تاګس شپیګل» ورځپاڼې د کډوالو له پاره د آلمان د فدرالې ادارې په حواله ویلي دي چې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په آلمان کې د ترکي پناه غوښتونکو شمیر د ټول تیر کال په پرتله لوړ دی. د روان کال تر جون میاشت پورې په آلمان کې ۱۷۱۹ ترکانو د پناه غوښتنه کړې ده.
آلمان له ترکیې سره د کډوالو د تړون پر پلي کیدو ټینګار کوي
د آلمان فدرال حکومت اوس هم د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د کډوالو په تړاو د شوي تړون پر پلي کیدو باندې ټینګار کوي. د صدارت د دفتر وزیر پیتر التمایر، د برلینر سایتونګ، ورځپاڼې ته ویلي دي چې د یوه دویم پلان د پلي کیدو له پاره کوم دلیل نه شته. په دې ترتیب سره به نو د ترکیې او اروپايي ټولنې تر منځ د کډوالو تړون په دغه هیواد کې تر ناکامې کودتا وروسته هم پلي شي.
مصري ځواکونو داعش پورې تړلی یو قوماندان وژلی دی
مصري ځواکونو د سینا په صحرا کې داعش پورې د یوې تړلې ډلې مشر وژلی دی. د دې هیواد اردو ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې ۴۵ ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي. لا روښانه نه ده چې دغه عملیات کله ترسره شوي دي. له انقرې څخه د رپوټونو په حواله د ترهګرۍ ضد مصري ځواکونو د هوایي ځواکونو په ملاتړ د سینا په شمال کې د یاغیانو پر مرچلو بریدونه کړي دي.