د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
ترمپ د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان مرسته غوښتې
د پاکستان د معلوماتو وزیر فواد چاودري، د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر دونالد ترمپ، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه په يوه لیک کې غوښتنه کړې ده چې اسلام آباد دې د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې د خبرو میز ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي. چاودري رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «ولسمشر ترمپ یو لیک استولی دی. هغه د سولي خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې د پاکستان د مرستي غوښتنه کړې ده.»
له جرمني څخه افغانستان ته د مهاجرو بل ډله ايز اخراج
پتېيل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ يوه بله ډله افغان مهاجر له آلمان څخه افغانستان ته اخراج سي .د آلمان خبري آژانس، د دغه هيواد د بايرن ايالت د مهاجرو شورا د معلوماتو له مخي راپور ورکړی چي د سه شنبې په ورځ له فرانکفورت هوايي ډگر څخه يوه ډله افغان مهاجر کابل ته لیږدول کیږي. افغان چارواکو تائيد کړې ده چي د چهارشنبې په ورځ به يوه ډله افغان مهاجر د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ور ورسيږي.
د ملګرو ملتونو مشر د اقلیم بدلون په اړه د نا کافي اقداماتو له کبله ګواښ وکړ
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، په پولند کې د چاپیریال ساتنې نړیوال کنفرانس په پرانیستغونډه کې د اقلیم د بدلون پر ضد مبارزې کموالي له کبله اندیښنه څرګنده کړه. هغه د پولند په کاتوويڅه ښار کې وویل چې د چاپیریال ساتنې هڅې د هغه له بدلون سره سر نه خوري. دا تر ۲۰۱۵م کال وروسته د چاپیریال ساتنې په موخه تر ټولو مهمه غونډه ده. هغه مهال د پاریس تړون لاسلیک شو.
یوه پاکستاني مفتي د تحریک لبیک پاکستان ګوند د غړو آزادي غوښتې
د پاکستان یوه اعظم مفتي، د اسلامپاله ګوند تحریک لبیک پاکستان د غړو د ژر تر ژره آزادۍ غوښتنه کړې ده. په دغو کسانو کې د دې ګوند مشر خادم حسین رضوي، هم شامل دی چې د اسیه بي بي د آزادیدو په قضیه کې د خلکو په تحریکولو تورن شوی دی. د پاکستاني ورځپاڼې ډان، په حواله، مفتي منیب الرحمن له حکومته غوښتې دي چې د دغو کسانو د محاکمه کولو په اړه له سره فکر وکړي.
ایران د یمن د سولې بهیر پیلولو ته چمتوالی ښوولی
د یمن د جګړې تر پیلیدو څلور کاله وروسته، ایران چې د حوثي یاغیانو ملاتړی بلل کیږي، د دې هیواد د شخړې په اړه د خبرو اترو پيليدو ته چمتوالی ښوولی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله دغه هیواد د سولې یوه طرحه برابره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان هم د دې خبرو اترو له پاره د موافقې اشاره کړې ده.
د پاکستان پوليسو د يوې ماشومي د وژني په تور د هغې کورنۍ نيولې ده
د پاکستان پولیسو شپږ تنه په دې تور نیولي دي چې یوه ماشومه یې د یوه تعویض لیکوونکي په امر وژلې وه. په نیول شویو کسانو کې د دغې ماشومې پلار هم شامل دی. د دغې ماشومې پر پلار، مور او خور باندې تور دی چې د ماشومې ستونی یې پرې کړی دی. تعویض لیکوونکي دغې کورنۍ ته ویلي ول چي د دې ماشومي پيريان به دوی هم و زوروي. پخپله تعویض لیکوونکي په تیښته کې دی او لا تر اوسه پورې د پولیسو منګلو ته نه دی ورغلی.
ملګرو ملتونو په استرالیا کې د مهاجرو د خراب وضعیت له کبله ګواښ کړی
د استرالیا پر حکومت باندېد په نائرو او مانوس ټاپوګانو کې د مهاجرو د ساتنې د مرکزونو په موخه عامه فشار زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو د مهاجرو ادارې یا UNHCR پر استرالیايي چارواکو تور لګولی دی چې د ډاکټرانو د وړاندیز نه په پام کې نیولو سره یې د مهاجرو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی. د استرالیا د ډاکترانو ټولنې د مهاجرو په منځ کې د ډیر خطرناکه طبي وضعیت له کبله ګواښ کړی دی.