د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ترکيې د سوريې په شمال عفرين سيمه کې پوځيان ځای پر ځای کړي
د ترکي پوځ ځمکني واحدونه د حکومت د څرګندونو په حواله د کردانو تر ولکې لاندې د سوريې په شمال کې پرتې عفرين نومې سيمې ته ورننوتلي دي. د پوځ د دغو عملياتو هدف د داسې يوې امنيتي ساحې جوړېدل دي چې دېرش کيلومتره ژوره وي. دغه خبره د ترکيې صدراعظم، بن علي يلديريم د بېلابېلو اژانسونو په نقل قول کړې ده. د دولتي خبري اژانس انادولو په حواله عسکر د «آزاد سوريايي پوځ» د ياغيانو په ملاتړ عفرين ته ورداخل شول.
يوه آلمانۍ د داعش غړې په عراق کې په اعدام محکومه شوه
د آلمان تابعيت لرونکې يوه مېرمن، په عراق کې د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم په تروريستي ډله کې د غړيتوب له کبله په اعدام محکومه شوې ده. ويل کيږي چې دغه ښځه چې مراکش الاصله ده لومړی سوريې او بيا عراق ته سفر وکړ څو له داعشيانو سره يو ځای شي. دغه خبره د عراق په پلازمېنه کې د تروريستي چارو جزايي محکمې په خپل حکم کې کړې ده. له مخې يې تورنې ښځې له داعش ملاتړ او د تاوتريخوالو په جرايمو کې مرسته کړې ده.
طالبانو په کابل کې پر انترکانتينتال هوټل د بريد پړه منلې
کابل کې پر انترکانتينتال هوټل باندې د ۱۳ ساعته بريد مسئوليت وسله والو طالبانو منلی دی. د دغو تندلارو په يوه بيانيه کې راغلي دي چې د هغوی پنځو «مجاهدينو» د هغوی په خبره په لسګونو خارجي او افغان دښمنان وژلي دي. د رسمي څرګندونو په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ ملکيان د يوې بهرنۍ په شمول وژل شوي دي. حکومتي استازو د بريد پای اعلان کړی دی او ويلي يې دي چې څلور واړه بريد کوونکي په ډزو وژل شوي دي.
سوسيال دموکراتان له اتحادي ګوندونو سره د خبرو په سر پرېکړه کوي
د آلمان سوسيال دموکرات ګوند په بن کې د يوې ځانګړې ګوندي کنګرې په ترڅ کې په دې پرېکړه کوي چې آيا د لوی ائتلاف د بيا جوړېدلو په سر له اتحادي ګوندونو سره خبرې پيل کړي، که نه. د آلمان په پارلماني ټاکنو کې تر خرابو پايلو څلور مياشتې وروسته د ګوند مشر، مارتين شولڅ، د دې غږ وکړ چې د آلمان له صدراعظمې، انګلا مېرکل، سره دې نوي ائتلاف ته مثبته رايه ورکړل شي.
په سلګونو زرو امريکايانو د ترمپ پر ضد مظاهرې وکړې
د دونالد ترمپ له خوا واک ته د رسېدلو په کالورځ، په سلګونو زره مظاهره چيان په متحده آيالاتو کې د ولسمشر پر ضد کوڅو ته راووتل. يوازې په لاس انجلس کې د ښاروالۍ په خبره تقريبا نيم ميليون انسانانو ګډون وکړ، په داسې حال کې چې دغه شمېر په نيو يارک کې د پوليسو له خوږا ۲۰۰ زره ښودل شوی دی. په مجموعي توګه په ۳۰۰ ښارونو کې د ويمنس مارش يا د ښځو د مارش له پاره هم احتجاجي پېښې اعلان شوې وې.