د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
کردانو پر ترکيې د زهرجن ګاز د استعمال تور لګولی
د ترکيې پوځ ښايي د سوريې په شمال کې د عفرين په سيمه کې زهرجن ګاز استعمال کړی وي. کردي او سوريايي رسنۍ خبر ورکوي چې شپږ تنه ملکيان چې تنفسي ستونزې يې لرلې، روغتون ته ور انتقال شوي دي. دغو رسنيو ويلي چي هغوی د ډاکترانو په استناد دغه خبره کوي. د ترکيې دپلوماتيکو کړيو ويلي چي ترکيې هيڅکله هم په سوريه کي د عملياتو پر وخت له ګاز څخه کار نه دی اخيستی او دا چي ترکيه د ولسي وګړو ساتنې ته زښت پام کوي.
ګابريل نړۍ په خطر کې ويني
نړۍ د آلمان د خارجه وزير، زيګمار ګابريل، د ارزونې په حواله په يو خطرناک حالت کې قرار لري. د مونشن په امنيتي کنفرانس کې ګابريل وويل چې اطمينان او ډاډ اوسمهال په نړيوال سياست کې تر ټولو لږ ليدل کيږي. د نوموړي په وينا د سوريې کړکېچ له دې مخې تر شپږ کاله وينې تويونې وروسته د کورنۍ او نيابتي جګړې په توګه داسې طرف ته روان دی چې «حتی د نژدې ملګرو له پاره مو هم د جګړې عاجل خطر» له ځانه سره لري.
يوجل له خپلو ملاتړو مننه وکړه
د ترکيې له بند څخه تر آزادېدلو وروسته خبريال، دنيس يوجل، له خپلو ملاتړ کوونکو مننه وکړه. په يوه ويډيويي پيغام کې دی راحت و، خو د تريخوالي خبره يې هم وکړه. په وينا يې نه يو کال مخکې د هغه بندي کېدل او نه د جمعې په ورځ د هغه خوشي کېدل له حقوقو او قانون سره سمون لرلی دی. د ترکيې صدراعظم، بن علي يلديريم د ژورناليست يوجل تر آزادېدلو وروسته اوس له آلمان سره د اړيکو د ښه کېدلو هيله لري.
سوسيال دموکراتان له اتحادي ګوندونو سره ائتلاف ته بلنه ورکوي
د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند مشرتابه له هامبورګ ښار څخه د دې له پاره هڅې پېلوي چي د دغه ګوند عام غړي له اتحادي ګوندونو سره د لوی ائتلاف جوړولو ملاتړ وکړي. د هامبورګ په نندارتون کې په دغه غير رسمي ناسته کې به تر ۸۰۰ پورې غړي ګډون ولري. د سوسيال دموکراتانو د احتمالي راتلونکې مشرې، اندريا نالس، تر څنګ سرپرست مشر او د هامبورګ ښاروال، اولاف شُلڅ، هم غواړي چې د ائتلافي تړون له پاره تبليغ وکړي.
متحده آيالاتو ۱۳ روسان په انتخاباتو کې په لاسوهنې تورن کړي
د متحده آيالاتو قضا د روسيې د ۱۳ تنو اتباعو پر ضد او همداراز پر دريو روسي سازمانونو باندې د امريکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې له کبله اقامه دعوا کړې ده. دغه خبره خاص پلټونکي رابرت مولر کړې ده. مولر د روسيې له طرفه د متحده آيالاتو د انتخاباتو شکمنې مداخلې او همداراز د اوسني ولسمشر، دونالد ترمپ او مسکو تر منځ د ممکنه غير رسمي اړيکو په هکله څېړنه کوي.