د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
آلمان: تېر کال پر ۹۵۰ مسلمانانو او جوماتونو باندې بريدونه شوي
تېر کال په آلمان کې پر لږ تر لږه ۹۵۰ مسلمانانو او د جوماتونو په څېر په مسلمانانو پورې پر مربوطو ودانيو باندې بريدونه شوي دي. دغه خبره د آلمان د کورنيو چارو د وزارت له هغو معلوماتو څخه څرګنديږي چي د کيڼ ګوند د فراکسيون د يوې پوښتنې په جواب کي يې ورکړي دي. دغه معلومات د «نوې اوسنابرويکر» ورځپاڼې له خوا خپاره شوي چې په حواله يې په دغسې پېښو کې ۳۳ تنه ژوبل شوي دي.
آلمان کې سوسيال دموکراتان د لوی ائتلاف په سر رايې شمېري
د آلمان د سوسيال دموکراتانو له خوا له اتحادي ګوندونو سره د لوی ائتلاف په سر تر رايې اچونې وروسته نن د برلين په ويلي براند ودانۍ کې د رايو شمېرنه شروع شوې ده. ۱۲۰ تنه رضاکاره مرسته کوونکي د ګوند په مرکز کې د رايو د شمېرلو پر کار باندې بوخت دي. د دغې رای اچونې پايله چې په ټوله اروپا کې ورته په تلوسې سره انتظار کيږي، به سبا د يکشنبې په سهار اعلان شي.
د کيف پوليسو له پارلمان مخکې احتجاجي کمپ تخليه کړ
د اوکراين پوليسو په پلازمېنه کيف کې د پارلمان مخکې لګېدلی د خېمو يو کمپ خالي کړی دی. د پوليسو په حواله شپږ تنه مظاهره چيان او څلور امنيتي ځواکونه ژوبل شوي دي. د چارواکو يوه وياند دا هم وويل چې په دغه پېښه کې تقريبا سل تنه په موقت ډول نيول شوي يا د شخصي احوالو په وړاندې کولو مجبوره شوي دی. په خبره يې ډېر لاسي بمونه هم ورسره نيول شوي دي.
می د برکزيټ په سر دويمه ټولپوښتنه رد کړه
د بريتانيې صدراعظمې، تېريزا می، په اروپايي اتحاديه کې د خپل هېواد د غړيتوب په سر دويمه ټولپوښتنه يو ځل بيا په کلکه رد کړې ده. می د «دي وېلټ» ورځپاڼې ته وويل: «د بريتانيې ولس تصميم نيولی چې اروپايي ټولنه به پرېږدي او دغه کار به د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۹مه وهم کړو.» د هغې په خبره د ۲۰۱۶ کال د ټولپوښتنې د نتيجې عملي کول د اعتماد يوه مساله ده.
ژمني توپان په امريکا کې پنځه تنه وژلي
يوه سخت ژمني توپان د متحده آيالاتو د ختيځ ساحل په اوږدو کې ترافيک مختل او برېښنا قطع کړې ده چې لږ تر لږه پنځه تنه يې وژلي هم دي. د «رايلې» په نوم توپان ډېرې سيمې په واورو او اورښتونو وپوښلې او د سختو بادونو باعث هم وګرځېد. د ماساچوسېتس څخه تر نيو جېرسي پورې پرته سيمه اغېزمنه شوې ده. لږ تر لږه پنځه تنه د چپه شوو ونو او ماتو شوو ښاخونو له کبله وژل شوي.
د وژل شوي سلواکي خبريال په ياد مظاهرې وشوې
په سلواکيا کې په زرګونو کسان د وژل شوي پلټونکي خبريال، يان کوچياک، په ياد کوڅو او سړکونو ته سره راوتلي دي. يوازې په پلازمېنه براتيسلاوا کې د جمعې په ماښام د لاريون د سمبالونکو په حواله تقريبا ۲۵ زره تنه يوه مارش ته سره راټول شول. په نورو ځايونو کې هم احتجاجونه او د وير د څرګندولو مراسم شوي دي. کوچياک تېره يکشنبه په خپل کور کې له خپلې وژل شوې نامزادې سره يو ځای موندل شوی و.
په ايټاليا کې انتخاباتي مبارزې پای ته ورسېدې
په ايټاليا کې د انتخاباتي مبارزو په پای کې د حاکمو سوسيال دموکراتانو مشر، ماتېو رېنڅي، و قدرت ته د افراطيانو له رسېدو څخه خبرداری ورکړی دی. دغه پخواني صدراعظم وويل چې که د هغه «پي ډي» نومی ګوند د يکشنبې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې تر ټولو مخکښه سياسي ځواک جوړ نه شی، کېدای شي يو «افراطي او تندلاری حکومت» قدرت ته ورسيږي.