د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په افغانستان کې ملکي تلفات لوړ شوي دي
د افغانستان په جګړو او بريدونو کې د وژل شويو ملکي کسانو شمېر د ۲۰۱۸ کال په اوله نيمايي کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو په حواله ۱۶۹۲ کسان وژل شوي دي چې د تېر کال په پرتله يوه سلنه زياتوالی ښيي. څه باندې ۱۴۰۰ کسانو له دې مخې د ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو له کبله مړه شوي دي چې پړه يې د ملګرو ملتونو په حواله د داعش تروريستي سازمان او تندلاري طالبان پر غاړه لري.
می د برکزيټ له پلانونو څخه دفاع وکړه
د بريتانيې صدراعظمې، تريزا می، په خپل ګوند کې منتقدينو ته اخطار وکړی دی چې د بايکوټ د لارې له اروپايي اتحاديې څخه د لويې بريتانيې وتل تر خطر لاندې رانه ولي. می د «مايل اُن سندای» ورځپاڼې ته په يوه تبصره کې وليکل چې تر ننه پورې د انتقاد کوونکو له خوا کوم عملي بديل نه دی وړاندې شوی. له دې کبله د هغې عملي او عملي کېدو وړ لاره اصلي او ښه انتخاب دی. په بريتانيا کې د برکزيټ په سر مخالفتونه په ډېرېدو دي.
اسرائيل يو ځل بيا پر حماس هوايي بريدونه وکړل
د حماس د څرګندونو په حواله د اوربند په سر د توافق سربېره اسرائيلي هوايي ځواک يو ځل بيا د غزې په تراډه کې د فلسطينيانو د دغه تندلاري اسلامي سازمان پر هدفونو باندې بريدونه کړي دي. اسرائيل دغه پوځي عمل په دې توجيه کړ چې له دې مخکې د غزې له تراډې څخه د اسرائيل پر جنوب باندې ډزې شوې وې. د شنبې په ماښام حماس د خپلو څرګندونو په حواله د مصر په منځګړيتوب له اسرائيل سره پر يوه اوربند توافق کړی و.
مالتا، آلمان او فرانسې په مديترانې سمندر کې ژغورل شوي کډوال ومنل
ايټاليې د کډوالۍ په مسئله کې د اروپايي اتحاديې پر نورو غړو هېوادونو باندې خپل سخت نظر منلی دی. مالتا، فرانسې او آلمان هم اوس رضايت ښکاره کړی دی چې هر يو پنځوس تنه د هغو ۴۵۰ تنو کډوالو څخه ومني چې د شبنې په ورځ په ساعتونو ساعتونو د مديترانې په سمندر کې په نظامي کښتيو کې ساتل کېدل. دغه خبره صدراعظم جوزېپه کونتې وکړه. کونتې دا هم وويل چې هغه د دې انتظار لري چې نور هېوادونو به هم ورسره مرسته وکړي.
د متحده آيالاتو او شمالي کوريا تر منځ خبرې
د امريکا متحده آيالات د رسنيو د راپورونو په حواله له شمالي کوريا سره د کوريا په جنګ کې د وژل شويو امريکايي عسکرو د مړو د انتقال په هکله خبرې اترې کوي. د جنوبي کوريا د يون هاپ خبري اژانس په حواله د دواړو هېوادونو استازو سره ليدلي دي. د کوريا په جګړه کې چې ۶۵ کاله پخوا پای ته رسېدلې ده، تقريبا څه باندې ۳۶ زره امريکايي عسکر وژل شوي دي چې تقريبا ۷۷۰۰ تنه يې لا نادرکه اعلان شوې دي.
د يهودانو ضد چارو مسئول سختې سزاوې وغوښتې
د آلمان د حکومت د يهودانو ضد چارو يا آنتي سېميتيزم مسئول، فېليکس کلاين، د سياسي انګيزه لرونکي تاوتريخوالي له پاره د لا سختو سزاوو غوښتنه کړې ده. کلاين د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې په دې بايد غور وشي، چې بدني صدمه چې د سياسي غوسې له کبله شوې وي، بايد د پخوا په پرتله له لا سختې سزا اورولو سره مجازات شي. د کلاين څرګندونې يوه ۱۹ کلن سوريايي ته د هغه په نظر د يوې ډېرې سپکې سزا له کبله شوې دي.