د نړۍ مهم خبرونه
ملګرو ملتونو په هوايي بریدونو کې د ۲۱ ملکیانو د مرګ پخلی کړی
ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د شنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې په یوه هوايي برید کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ تنه وژل شوي دي. د اعلامیې په حواله د یکشنبې په ورځ په میدان ودرګو ولایت کې د یوه بل هوايي برید او د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۱۲ ملکیان وژل شوي چې پکې ۱۰ تنه یې د ۶ او ۱۵ کلونو په منځ کې ماشومان دي او ۸ یې نجونې دي.
ایران په ملګرو ملتونو کې د ترمپ پر وړاندې تندې خبرې کړي
دونالد ترمپ د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غونډه کې وویل چې دی به د هغو ټولو ملتونو په مقابل کې د ځان ساتنې هڅه وکړي چې غواړي پر امريکا محدوديتونه وضع کړي. د ايران ولسمشر حسن روحاني د ترمپ د هرې خبرې قاطع او واضح ځواب ورکړ. هغه پر امریکا تور ولگاوه چې غواړي حکومت یې ړنگ کړي. روحاني زياته کړه ترمپ نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي او چلند یې د «بې عقلو او غير نور مال دی.»
اردوغان د ترکیې او آلمان د اړیکو د ښه کیدو غوښتنه کړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نیویارک کې له رویترز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې هیله مندي څرګنده کړې چې د آلمان او ترکیې ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې یو ځل بیا ښې شي. په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال تر ناکامې کودتا وروسته، د ترکیې او آلمان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې وې. اردوغان په دې مرکه کې همدا راز ویلي دي چې ترکیه به د امریکا متحده ایالاتو پر تحریمونو سربیره له ایران څخه د ګازو واردولو ته ادامه ورکړي.
د هند ستره محکمه: د بیومتریک پرمهال د شخصي معلوماتو ثبتول قانوني دي
په هندوستان کې سترې محکمې ویلي چې د ادهار په نامه د ښاریانو د هويت پيژندلو د ثبت پروګرام قانوني دی. دغې محکمې همدا راز ویلي دي چې د شخصي حریم ساتل چې د خلکو یو له اساسي حقونو څخه دی، د دغه پروګرام په چوکاټ کې په ښه توګه خوندي ساتل کیږي. په دې پروګرام کې د هندوستان د اتباعو بیومیتریک او شخصي معلومات او همدا راز د سترګو سکن او د ګوتې نخښې د معلوماتو په یوه ذخیره کې ثبت شوي دي.
په اکواریوس کښتۍ کې ژغورل شوو مهاجرینو مالتا ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوې
د «اکواریوس» کښتۍ په واسطه ژغورل شوو پناه غوښتونکو مالتا هیواد ته د داخلیدو اجازه ترلاسه کړې ده او ټاکل شوې چې دوی به د اروپايي ټولنې پر څلورو هیوادونو باندې وویشل شي. د اکواریس په نامه کښتۍ ۵۸ پناه غوښتونکي ژغورلي دي چې اوسمهال مالتا ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوې. د مالتا د حکومت د ویاند په حواله دغه هیواد د «بشردوستانه» دلالیلو له کبله په دغه اقدام لاس پورې کړی دی.