د نړۍ په کومو هیوادونو کې روژه څو ساعته دوام کوي؟
مسلمانانو له پاره د مذهبي لحاظه د روژې میاشت خاصه ځانگړتیا لري. د نړی په بیلا بیلو هیوادونو کې د روژې د نیولو وختونه هم سره توپیر کوي. په ځینو هیوادونو کې خلک تر ۲۲ ساعتونو روژه وي.
آیس لنډ - ۲۲ ساعته
د آیس لنډ د هیواد د مسلمانانو له پاره پیشلمې یا سحر بانگ د شپې په دوو بجو ختمیږي. د شمالي قطب دغه اروپایي هیواد کې د روژه ماتې وخت د شپې شا او خوا ۱۲ بجی دی. په دغه هیواد کې د مسلمانانو شمیر ۷۷۰ تنه دي.
سویڈن - ۲۰ ساعته
په اروپایي هیواد سویډن کې هم د روژې ساعتونه ډیره اوږده دي. د گرمۍ په دې موسم کې په دغه ځای کې میشت مسلمانان ۲۰ ساعته روژنه نیسي. په دغه هیواد کې شا او خوا پنځه لکه مسلمانان اوسیږي. د سویډن په مهمو ښارونو کې ۱۶ مسجدونه شته.
الاسکا - ۱۹ ساعته او ۴۵ دقیقې
د امریکا متحده ایالاتو په الاسکا ایالت کې کابو ۳۰۰۰ مسلمانان اوسیږي. په دغه ځای کې ۱۹ ساعته او ۴۵ دقیقې روژه نیول کیږي. خو ویل کیږي چې په دغه ځای کې میشت ډیر خلک د سعودي عربستان پر وخت روژه مات کوي.
آلمان - ۱۹ ساعته
په آلمان کې د اوسیدونکو مسلمانانو شمیر تر ۳۵ لکو زیات دی. په دې هیواد کې د روژې وخت ۱۹ ساعته دی. د سهار له ۳:۱۰ دقیقو څخه د شپې تر لسو بجو پورې. د آلمان په مهمو ښارونو کې ډیر مسجدونه شته. په دې ځای کې میشت مسلمانان هم هره شپه تراویح کوي.
انگلستان - ۱۸ ساعته ۵۵ دقیقي
د بریتانیې مسلمانې ټولنې په ۲۰۱۵م کال کې د روژې په میاشت کې د روغتیا په هکله له احتیاط څخه د کار اخیستو سپارښتنه کړې ده. د هغې وجه د ډیرو ساعتونو له پاره د روژې نیول دي چې ۱۸ ساعته او ۵۵ دقیقي کیږي. په ځانگړې توگه دغه مشوره سپین ږیرو او شکر په ناروغۍ اخته کسانو ته ورکړل شوې ده.
کاناډا ۱۷ ساعته او اووه دقیقي
په کاناډا کې د اوسیدونکو مسلمانانو له پاره پیشلمی د سهار په درو بجو پیلیږي او روژه ۱۷ ساعته او اووه دقیقي دوام کوي. په کاناډا کې دا مهال شا او خوا یو میلیون مسلمان آباد دي، چې زیاتره برخه یې د ټورنټو په ښار کې اوسیږي.
ترکیه - ۱۷ ساعته او پنځه دقیقي
په ترکیه کې د روژې فضا د عربي نړۍ په څیر وي. د ورځې په اوږدو کې چوپتیا وي او ماښام ته د نزدې کیدو پر مهال گڼه گوڼه. په دغه هیواد کې روژه څه د پاسه ۱۷ ساعته دوام کوي او د روژه مات پر مهال په جوماتونو او رستورانونو کې گڼه گوڼه وي. د روژې په ورځو شپو کې دوکاندارانو خپل دوکانونه ښه سینگار کړي وي.