د هغو ایراني ښځو انځورونه چې له داعش سره په جګړه کې دي
د رویټرز خبري آژانس د هغو ایرانې کردانو انځورونه خپاره کړي دي چې د داعش په مقابل کې یې وسلې پورته کړې دي. په دغو انځورونو کې چې موصل ته نږدې د بعشیقه په سیمه کې اخیستل شوي ایرانۍ پیشمرګه کردانې لیدل کیږي.
د روټرز خبرې آژانس د هغو ایرانې کردانو انځورونه خپاره کړي دي چې د داعش پر وړاندې یې وسلې پورته کړي دي.
په دغو انځورونو کې چې موصل ته نږدې د بعشیقه په سیمه کې اخیستل شوي ایرانۍ پیشمرګه کردانې لیدل کیږي.
د دغو ښځو پر مټو نښلول شوې نښان ښئ چې دوی د (PAK) یا کردستان د آزادۍ ګوند د ایرانۍ څانګې غړي دي.
دغه کردانې له داعش ترهګرې ډلې سره د جګړې په لومړۍ لیکه کې قرار لري.
آلمان د هغو لویډیځو هیوادونو له جملې څخه دی چې د داعش په مقابل کې د کردانو ملاتړ کوي.
عراقي پوځ او کردي ځواکونو په دې وروستیو اونیو کې د داعش له منګولو څخه د موصل ښار د بیرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
کردي نجونې د موصل ښار د بیرته نولو له پاره د داعش سره په جګړه کې دي.
موصل چې په عراق کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې تر ټولو لویه ورستۍ قرارګاه شمیرل کیږي، د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د دغې ډلې لاسو ته ولویده.
د موصل د عملیاتو رهبري د عراقي پوځ په غاړه ده. دغه عملیات د امریکا په مشرۍ ائتلاف هوایې ځواکونو په ملاتړ د دولتي سرتیرو، کردي پيشمرګه، سني، شعیه او عیسوي داوطلبانو له خوا په لاره اچول شوي.
د موصل په شاوخوا سیمو کې د «اسلامي دولت» ډلې ډیر شمیر مرکزونه له منځه تللي او ډیر شمیر سیمې آزادې شوي دي.
د موصل د نیولو له پاره له داعش سره په مقابله کې کردۍ نجونې.
په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا متحده ایالاتو تر برید وروسته د موصل د بیرته نیولو عملیات په دغه هیواد کې تر ټولو لوې پوځې عملیات شمیرل کیږي.
د موصل د بیرته نیولو په عملیاتو کې تر ۴۰۰۰ ډیرو پيشمرګه ځواکونو او تر ۳۰ زرو ډیرو عراقي پوځیانو برخه اخیستې.
اټکل کیږي چې د موصل په جګړه کې له ۳ څخه تر ۵ زرو پورې داعشیان ګډون لري. دغې ډلې د ښار په اطرافي سیمو کې خندق ایستلې او په یو شمیر سیمو کې یې په ځانګړي توګه ختیځ کې ماینونه ښخ کړي دي.
په موصل کې د یو میلیون او ۲۰۰ زرو څخه تر یونیم میلیونه پورې وګړې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو مرسته روسونکي سازمانونه اټکل کوي چې د موصل د آزادولو عملیات به سلګونه زره خلک مهاجر او بې کوره کړي.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري وایې چې د موصل د نیولو له پاره د داعش پر وړاندې جګړه ممکن د یوه میلیون انسانانو د بې کوره کیدو سبب شي.
د موصل د آزادولو عملیات امکان لري په اونیو اونیو دوام وکړي.
د داعش له منګولو څخه د موصل ښار آزادول کیدای د سیمې خلکو ته ډیر مالي او ځاني تاوانونه ورسوي.